داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د وړکتون د جوړولو، ترمیم او تجهیزول
داوطلبۍ ته د بلنې شمېرهW-3343 MOHE/1400 /
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د وړکتون د جوړولو، ترمیم او تجهیزولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې اړوند شرطپاڼې نقل د ملي تدارکاتو له سایټ (www.npa.gov.af) یا هم د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو چلندلارې سره سم په تړلې بڼه ۲۶/۰۵/۱۴۰۰ نېټه د سې شنبې ورځ د ماسپښین په ۲ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې کارته چهار، درېیمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري. ناوخته رسېدلي او انټرنټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه(۲۵۰۰۰۰) دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ دي. د آفر پرانیستلو غونډه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د پرانیستنې غونډو په تالار کې جوړېږي.