داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د دوه ډوله تېلو (ډیزل او پټرول) د تهیه او تدارک پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE /1400/NCB/G-2953/Re-Bid
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د دوه ډوله تېلو( ډیزل او پټرول) د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، قانون او د ا. ا. ج. تدارکاتو چلنلارې سره سم په سرتړلې بڼه وړاندې کړي.
د اړوند شرطپاڼې اصول:
له www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۸مې نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانیستغونډه د ۱۴۰ کال د چنګاښ ۸مه نېټه د سې شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.
د آفر تضمین:
د آفر تضمین د بانکې ګرنټي په بڼه ( 241,000) دوه سوه او یو څلوېښت زره افعانۍ دی.
د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.
د بانک تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.
د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.
یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په ۱۴۰۰ کال غبرګولي ۳۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸