دلوړو زده کړو وزارت
27 جوزا 1394
د لوړو زده کړو د لومړیو سلو ورځو کاري پلان لنډیز(۱۳۹۴/ غوایې/ ۱ - ۱۳۹۴/ زمري /۱۰)

د لوړو زده کړو د لومړیو سلو ورځو کاري پلان لنډیز(۱۳۹۴/ غوایې/ ۱ - ۱۳۹۴/ زمري /۱۰)

لوړې زده کړې په داسې حال کې چې، پر ځان د متکي افغانستان او د دغه هېواد خلکو د هيلو او ارمانونو پوره کولو یواځینۍ مرجع ګڼل کیږي، مسؤلیت او ماموریت په مخ کې لري، څو د ملت هيلو ته د منل شویو، علمي کادرونو، متخصصینو او هېواد پالو اشخاصو د روزنې له لارې مناسب ځواب ووایي.   

لومړنی سل ورځنی پلان د نوي فصل مقدمه ده چې په کې به د دغه وزارت رهبري هڅه وکړي څو د اغیزمنو او ټاکلو اقداماتو له لارې د لوړو زده کړو ستراتیژیک پلان د پلي کولو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.

د همدې موخې لپاره د دغه وزارت په کاري آجنډا کې یو لړ کاري لومړیتوبونه په نظر کې نیول شوي او د دغه وزارت مسؤلین به یې د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي چې په لاندې ډول دي: 

لومړی: د ملي پروسې په توګه د کانکور سیستم سمون:

د کانکور آزموینو د ستراتیژۍ جوړول

لوړو زده کړو وزارت د کانکور سیستم په اړه د نظرغوښتنې یو تحلیلي ورکشاپ چې په ۱۳۹۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۰ نیټه جوړ شوی ؤ، د اړوندو ارګانونو، پوهنتونونو، ملي شورا مجلسونو، اړوندو وزارتونو استازو او مدني ټولنو غړو ګډون کړی ؤ. د یاد ورکشاپ پایلې به د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته وړاندې شي، څو د اړوندو څانګو مسؤلیتونه د دغو پایلو پر وړاندې مشخص او د باور جوړونې لپاره یې لازمې هڅې ترسره شي.

دوهم : د لوړو زده کړو وزارت اداري سیستم پیاوړتیا، فساد او بیروکراسۍ سره مبارزه:

د ټیټ رتبه مامورینو د استخدام په بهیر کې د اسانتیاوو په موخه د ځانګړو کمیټو رامنځ ته کول او تشکیل سره سم د آزاد رقابت له لارې د لوړ پستونو بشپړول.

د لوړو زده کړو قانونو د مسودې غني کول.

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو، فوق لیسانس او لیلیو مقرریو ته بیا کتنه.

د محصلانو د ډیپلومونو او ټرانسکریپټونو د ویش د پروسې ساده کول، له لسو ورځو څخه دوو ورځو ته یې د کاري پروسې راټیټول.   

د محصلانو تبدیلیو لایحې ته بیا کتنه.

اداري فساد پر وړاندې مبارزې د ادارې د پلان پر بنسټ، په لوړو زده کړو وزارت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیټو رامنځ ته کول او په بېلابېلو برخو کې فساد سره د مبارزې د کاري پلان ترتیب.

پر خصوصي پوهنتونونو لازم څار او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اداري تشکیلاتو ته بیا کتنه.

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مالي او حسابي چارو او د داخلي تفتیش په واسطه د بیا رغونې او اجناسو د اخیستلو دوسیو ارزونه.

په مرکز او ولایاتو کې په پوهنځیو کې د جنسیت تفکیک ته په کتنې د استادانو، کارکوونکو او محصلانو احصائیوي برخې ډیټابیس غني کول.

د پوهنتونونو په علمي کادرونو، لوړو زده کړو رهبري او مدیریت او په تحصیلي سیستم کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي پلان ترتیب کول.  

د نړیوال بانک او USWDP پروژې بودجې د سمې استفادې د عملي پلان تطبیق کول په هغو پوهنتونونو کې چې د دې پروژې تر پوښښ لاندې دي. 

د پوهنتونونو علمي فعالیتونو پیاوړتیا په موخه به په لاندې برخو کې لوایح او طرزالعملونه پلي شي:

د استادانو او محصلانو له خوا د څیړنیزو اقتصادي پروژو پراختیا.

د مارکیت، سکتوري ادارو او پوهنتونونو ترمنځ د مسلکي اړیکو ټینګول.

د هېواد ټولنیزو او اقتصادي غوښتنو ته په ځواب ویلو کې د پوهنتونونو له ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل.

دریم: په خصوصي او دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د تدریس کیفیت لوړول:

د ډونرانو په مرسته په پوهنتونونو کې د علمي څیړنو او ریسرچ پروژو په لار اچول.

په طب، انجنیرۍ او کرهنې پوهنځیو کې په انګلیسي ژبه د تدریس پراختیا.

په علمي کادر کې د ښځو ونډې ته په کتو سره د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو درلودونکو اشخاصو ټاکل.

د استادانو د علمي رتبو تثبیت، ترفیعاتو اجرا او ارتقا.

د معاصر مأخذونو په مرسته د نویو درسي کتابونو چاپول.

په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د محصلانو ځاني ارزونه.

په تحصیلي بنسټونو کې د تدریس کیفیت، د علمي خپرونو وضعیت او کریکولمونو د نوي کولو د بهیر ارزونه.

په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د تدریس کیفیت د ارزونې طرزالعمل تطبیق او ځاني ارزونه.

په آسیا پاسفیک سازمان کې د غړیتوب ترلاسه کولو هڅې.

په تحصیلي بنسټونو کې د شپې ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو پراختیا.

څلورم: د لوړو زده کړو بنسټونو په پوهنځیو کې د کریکولمونو د پراختیا سرعت.

په پوهنتونونو کې د ټولو تدریسي مضامینو د نصاب نوي کول او پراختیا.

په تحصیلي بنسټونو کې د نویو تحصیلي نصابونو له تطبیق څخه د څارنې پلان ترتیبول.

په (۸) پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې (۱۵) عنوانه تحصیلي نصابونو ته بیا کتنه.

په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نویو تحصیلي نصابونو پلي کول.

پنځم: د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره د توامیتونو پراختیا:

د لوړو زده کړو وزارت، د هېواد د پوهنتونونو او بهرنیو هېوادونو ترمنځ د ټولو هوکړه لیکونو، پروتوکولونو او توامیتي قراردادونو ارزونه.

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د تجربو لیږدولو په موخه د استادانو د تبدیلیو او د همکاریو د توامیتونو رامنځ ته کول.

شپږم: د بورسونو په پروسه کې لیاقت ته پاملرنه او بهرنیو هېوادونو ته د لایقو محصلانو لیږل. 

شایسته سالارۍ اصل ته په کتنې د بورسونو د مقررې بیا ارزونه، بشپړول او د هغې تطبیق.

په بهرنیو هېوادونو کې په ځانګړې توګه هند، مالیزیا، او ترکیې هېوادونو کې د ګروپي او دولتي بورسونو محصلانو د وضعیت ارزونه او د هغوي د ستونزو د لمنځه وړلو لپاره دقیق تدابیر نیول.

د ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې په انلاین ډول د بورسونو رقابتي آزموینې اخیستل او معیاري کول.

د بورسونو د عالي کمیسیون له لارې د بورسونو توزیع.

په بهرنیو هېوادونو کې افغان محصلانو ته په وخت سره د امتیازاتو ورکول. 

اووم: په تحصیلي بنسټونو کې د ویډیوي معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا.

په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او تعمیم.

د جنوبي آسیا له څیړنیزې شبکې سره د افغانستان د تحصیلي او څیړنیزې شبکې نښلول.

د افغان ټیلي کام مخابراتي شبکې د پراختیایې بودجې له لارې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د ای ټي (۱۰) مرکزونو جوړولو د مراحلو بشپړول.

تحصیلي بنسټونو ته د انټرنیټ تیرولو په موخه د تخنیکي وسایلو نصبول.

پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د وب پاڼو پراختیا.

د لوړو زده کړو وزارت په مرکز او تحصیلي بنسټونو په معلوماتي مدیریتي سیستم کې د  Close Scour ټکنالوژۍ تبدیلول په Open Scour باندې. 


اتم: د تحصیلي بنسټونو مالي او اکاډمیک استقلالیت تدریجي تفویض.

د پوهنتونونو د مالي زیرمې د پیاوړتیا او د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د خودکفائې په موخه د پوهنتونونو د مالي استقلالیت مقررې د تطبیق لپاره ځانګړو تدابیرو نیول.

په څلورو مرکزي پوهنتونونو کې د مالي استقلالیت مقررې له لارې د مالي مدیریتي واحدونو د رامنځ ته کولو لپاره د پوهنتونونو چمتو کول. 

د مالي استقلالیت مقررې په رڼا کې، د شپې پروګرامونو لپاره په ځان بسیا کولو مالي میکانیزم ترتیبول.

نهم: د تطبیق په حال کې د زیربنایي پروژو د پراختیا او ښوالی او تر کار لاندې ساختماني پروژو د کیفیت څخه نظارت.

د پراختیایې پروژو د تطبیق لپاره د پانګو جذبولو په موخه د جلسو جوړول او له ډونرانو سره اړیکې ټینګول.

د (۳۲) نیمه کاره ساختماني پروژو د کار بیا پیلول چې کارونه یې د بودجې د نشتوالې له امله نه دي بشپړ شوي. 

د بغلان، سمنګان، جوزجان او کندز تحصیلي بنسټونو تدریسي او اداري ودانۍ، لوړو زده کړو وزارت آرشیف، په قرغه کې د لوړو زده کړو وزارت مېلمستون، کابل پوهنتون صحي کلینیک او د کابل پوهنتون فارمیسي پوهنځي دوهمې برخې ترمیمول او ګټې اخیستنې ته ورسپارل.

د لوګر، فاریاب، بادغیس، پکتیا او دایکندي ولایتونو په تحصیلي بنسټونو کې د هندوستان هېواد  (۱۰۰) میلیونه ډالري پروژو د کار پیلول چې تدریسي ودانۍ پکې شامل دي.

د پوهنتونونو په کاري ساحو کې د پروژو د بشپړولو او پراختیایي بودجې د مصرف په موخه د مراقبت کوونکو انجنیرانو په مرسته د تر سره شویو کارونو د بلونو ترتیبول. 

لسم: د لوړو زده کړو وزارت دوهم ستراتیژیک پلان تدوین:

د لوړو زده کړو وزارت څلور کلن (۱۳۹۴ – ۱۳۹۸) ملي ستراتیژیک پلان بشپړول.

یوولسم: په تحصیلي بنسټونو کې د څیړنیزې ملي پالیسۍ، جندر ستراتیژۍ او د نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي د مخنیوي پالیسۍ پلي کول.

د علمي څیړنو ملي پالیسۍ مسودې بشپړول، په پوهنتونونو کې د نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پالیسۍ او جندر ستراتیژۍ پلي کول.