د شیخ زاید پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
شیخ زاید پوهنتون درېيم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه نوي علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د طب پوهنځی؛
• جراحي ډيپارټمنټ ( اورټوپیډي مضمون) (۱) بست.
• د وترنري علومو پوهنځی؛
• کلینیک ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د کرنې پوهنځی؛
• حیواني علومو ډيپارټمنټ (۱) بست .
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۲۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.