د کندهار پوهنتون ۳۰۰ محصلینو د سیرت النبي ﷺ په سیالۍ کې برخه واخیسته.
د کندهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو امریت له لوري د دعوت او ارشاد امریت په همغږۍ په کندهار پوهنتون کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژوند، اخلاقو او کردار سره د محصلینو اشنا کولو او د هغه مبارک سیرت په خپل ژوند کې عملي کولو په موخه د سیرت النبي ﷺ سیالي جوړه کړې وه، چې ډېر ژر به یې پایلې اعلان شي.