د لېسانس په برخه کې د قزاقستان هېواد (۱۶) سيټه تحصيلي بورسونو خبرتیا!

nasir_admin

Due

-

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان هېواد د رسمي مکتوب پر بنسټ لاندې شرایطو سره د لیسانس دورې لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

د اړتیا وړ اسناد:
• لږ تر لږه د (۷۰) فيصدۍ سره د ښوونځي شهادت نامه درلودل،
• الکترونيکي تذکره،
• طبي څانګې په دې بورسونو کې شاملې نه دي،

د بورس لګښتونه:
• وړیا تحصيلي بورس،
•  د تګ او راتګ د وېزې، خوړو او ټول لګښتونه د محصل په غاړه دي.

• په هغه صورت کې چې د محصل د نمبرو فيصدي د تحصيل په جریان کې له (۷۰) فيصده څخه کمه نه اوسې، د پوهنتونو له لوري يو څه اندازه پيسې ( د جيب خرچ) په نامه په نظر کې نېول شوي دي، ترڅو محصلان وکولای شي په يادو پيسې د ليليې فيس ورکړي.
نو همدې اساس هغه کسان چې غواړي يادو بورسونو ته نوم ليکنه وکړې، کولای شي د نوم ليکنې د فورم ترلاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش عمومي دفتر (۱۳) شمېرې غرفې ته مراجعه وکړي او د فورم ډکولو او اسنادو بشپړولو وروسته دې د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتې ۳۰ مې نېټې پوري بېرته (۱۳) شمېرې غرفي ته وسپاري.
د يادونې وړ ده، چې ازموینه به د قزاقي هيئت له لوري اخېستل کېږي او لومړۍ مرحله کې به فقط (۳۰) تنه د ازموينې ورکولو په موخه انتخابېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .