د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې، د جنرل اجنډا (GA) سازمان له استازي سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، یاد استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له هغه سره د لیدنې پر مهال د نړۍ او افغانستان د علمي مرکزونو تر منځ د دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو پر اړتیا خبرې وکړې او له یاد استازي څخه یې وغوښتل چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د دوه اړخیزو علمي اړیکو جوړولو او تجروبو شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز د جنرل اجنډا (GA) سازمان استازي کمال اوکاډا وویل چې زموږ سازمان له مختلفو نړیوالو سازمانونو او حکومتونو سره ښې اړیکې لري. نوموړي په یادو برخو کې د همغږۍ رامنځته کولو او له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.