د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د رهبري شورا غړي خپلو کارونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د تېر کال له تجروبو څخه په استفادې د روان کال په چارو کې ښه والی، قاطعت او لا روڼتیا راولي.
وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو د څارنې او ارزونې ریاست پر تطبیقې پلان، د عالمیې مرحلې د اسنادو اروزنې فورمونو چاپ، د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې پروپوزل، د مجلې او نورو چاپي موادو پر څرنګوالي، د محصلینو د لیلې ظرفیت لوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا هغه با صلاحیته مرجع ده، چې د دغه وزارت مشرتابه پلاوی، د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئيس، د مرکزي ادارو او مرکزي پوهنتونونو رئیس صاحبان یې غړیتوب لري.