د لوړو زده کړو وزارت د کاري چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه د یاد وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت کارکوونکو ته لارښوونې او اصلاحي وينا وکړه.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۳۵
gdrfre

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب په داسې حال کې چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو رئيسانو هم شتون درلود، د خلکو په خدمت کې د دنيا او آخرت پر ګټو خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې تېر کال د ا.ا.ا په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د خپلو کاري صلاحيتونو او مسؤوليتونو سره سم د پام وړ فعالیتونه او لاسته راوړنې لرلې، چې په روان کال کې به نور هم د لا زیاتو هڅو سره ادامه ورکوي.
نوموړي د دغه وزارت مسؤولینو او کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، افغانستان په څلورو لسیزو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ و، چې له نېکه مرغه نن ورځ د خدمت لپاره ډېره ښه زمينه برابره شوې ده. نو پکار ده چې له دې فرصت څخه په استفادې خپلې کاري چارې د الله تعالی د رضا او د ولس خوشحالۍ لپاره د مشرانو د لارښوونو او اصولو سره سم په منظم ډول تنظيم کړو.
غونډه د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئيس مولوي شاکرالله وحدت له لوري د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي نیمروز ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې څخه څارنه او ارزونه وکړه.


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس حافظ مولوي احمدالله حماد د یادې مؤسسې له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال نیمروز ته د خپل سفر موخه بیان کړه او په دې برخه کې يې له ياد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۷:۱۴
Background image

لوړو زده‌کړو وزارت د بغلان ولایت سیلاب ځپلو سیمو ته د بېړنيو روغتايي مرستو لپاره مجهز صحي ټيم ولېږه.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په لارښوونه د دغه وزارت تر چتر لاندې د مرکزي تدریسي روغتونونو یو مجهز پلاوی، د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د مرستې په موخه بغلان ولایت ته ولېږل شو. 
د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۴:۳۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزير کندهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د کندهار او اناسټو پوهنتونونو له مسؤلینو سره وکتل.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یادو پوهنتونونو له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته د ژمنتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل: «د ا.ا.ا علم ته ژمن دی او یاده ژمنتیا یې. . .

BACK TO NEWS