د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی محصلانو فراغتغونډه او علمي شورا کې ګډون وکړ.
په پیل کې د البیروني پوهنتون په علمي شورا کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو سرپرست وزیر ته د پوهنتون د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
سرپرست وزیر هم د البیروني پوهنتون د مسؤلینو فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د نیمه کاره پروژو د تکمیل، د لابراتوارونو تجهیز، کتابتون غني کولو او نورو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
وروسته یې د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی شپاړسمې دورې ۷۵ ډاکټرانو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ. نوموړي په یادو مراسمو کې وویل: «یوازې هغه نظام کامیاب دی چې د خپل ملت د دنیا او اخرت په فکر کې وي.»
سرپرست وزیر له فارغو شویو ډاکټرانو څخه وغوښتل چې ماسټري او دوکتورا وکړي، د هېواد طبي برخه په پښو ودروي او په د خپل مسلک له لارې په اخلاص، تواضع او ښو اخلاقو سره خدمت وکړي. دغه راز یې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال او البیروني پوهنتون مسؤلینو په ملتیا د یاد پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې البیروني پوهنتون اوسمهال ۹ پوهنځي لري، چې ۴۵۰۰ محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.