دلوړو زده کړو وزارت
05 اسد 1395

د سویس هېواد دوکتورا بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

په افغانستان کې د سویس د همکاریو اداره د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو ته د دوکتورا، مافوق دوکتورا زده کړو او څیړنیزو دورو، په برخه کې د آزادو تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. نو ټولو هغو مینه والو ته چې په ذکر شوي هېواد کې د زده کړو لېوالتیا لري، خبر ورکول کیږي چې بشپړ معلومات لاندې برېښنالیکونو ته د ایمېل په لېږلو سره ترلاسه کړي. E-mail:sayed.qasim@eda.admin.ch; or Kabul@eda.admin.ch د یادولو وړ ده چې په شرایطو پوره کسانو اسناد د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې ترلاسه کیږي او د ارزونې په موخه په اسلام آباد کې سویس سفارت ته لیږدول کیږي او د اسنادو ترارزونې وروسته یوازې وړ نوماندانو ته خبر ورکول کیږي