دلوړو زده کړو وزارت
18 میزان 1396

په کابل پوهنتون کی د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو لوی ادیتوریم او یوه تدریسي ودانۍ د بنسټ ډبرې کېښودلو شوې

هغه غونډه چې په دې اړه نن کابل پوهنتون کې جوړه شوې، په کې د اجرائیه رییس دوکتور عبدالله عبدالله، لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټرعبداللطیف روشان، استاد حمیدالله فاروقی د کابل پوهنتون رئیس او په کابل کې د چین هېواد سفیر د کابینې یو شمېر وزیرانو، کابل والي، لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، بېلابېلو ادارو مسؤلینو، مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او ګن شمېر محصلانو ګډون کړی و. د افغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو شپاړسو کلونو کې افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې د چین هېواد همکارۍ با ارزښته وبللې. نوموړي زیاته کړه اوس مهال فرصتونه مساعد شوي او زموږ ځوانان هم باید له دغو فرصتونو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي، ځکه موږ باید نور وخت ضایع نه کړو، بلکې د نړۍ د پرمختګونو څخه د خپلې ټولنې د ودې لپاره ګټه واخلو. د افغانستان اجرائیه رییس د لوړو زده کړو په برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه وستایل او د هېواد د لوړو زده کړو سکتور په برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ. په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان کابل پوهنتون سره د چین هېواد همکارۍ افغانستان سره د نیک نیت نښه وبلله. داکتر عبداللطیف روشان د لوړو زده کړو د ودې او د هېواد د تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو په برخه کې د یو شمېر نویو پروګرامونو د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه د دغو پروګرامونو په تطبیق سره به د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور په سیمه ییزه او نړیواله کچه ځانګړی ځای ومومي. هغه وویل د تحصیلي نصاب د معیاري کولو لپاره د ملي اجماع پر جوړولو کار کوي او همدارنګه د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو په رده بندۍ کې مو د هېواد د پوهنتونونو د درولو لپاره کار پیل کړی چې پر بنسټ به یې د تحصیلي سکتور د پیاوړتیا لپاره غوره زمینې برابرې شي. په کابل کې د چین هېواد سفیر (یاهو جینګ) د افغانستان او چین هېوادونو تر منځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره، افغانستان سره د چین دوستي ویاړ وباله او زیاته یې کړه دوی به دغې دوستۍ ته دوام ورکړي. همدارنګه د کابل پوهنتون رییس استاد حمیدالله فاروقي کابل پوهنتون سره د چین هېواد مرستې با ارزښته وبللې او زیاته یې کړه د دې ودانیو په بشپړیدو سره به په کابل پوهنتون کې د سمپوزیمونو، علمي کنفرانسونو او نورو اکاډمیکو پروګرامونو د جوړولو لپاره لازم بستر رامنځ ته شي. د کابل پوهنتون لپاره نوی ادیتوریم د ۱۵۰۰ تنو ظرفیت لري او همدارنګه تدریسې ودانۍ ۴۰ خونې لري چې کار به یې په دوو کلونو کې بشپړ شي.