دلوړو زده کړو وزارت
16 میزان 1396

جمهور رئیس محمد اشرف غني او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د کندهار کرنیزو علومو پوهنتون څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد پوهنتون له استادانو او محصلانو سره ناسته ترسره کړه او د یاد پوهنتون د ودې او علمي پرمختګ په برخه کې یې د هغوي وړاندیزونه او نظریات یې واوریدل

په دغه لیدنه کې چې په کې لوړو پوړو دولتي چارواکو، کندهار والي، ولسي جرګې غړو، د یاد ولایت سپین ګیرو، مشرانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و؛ د هېواد جمهور رئیس د تحصیلي بنسټونو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او د کندهار کرنیزو علومو پوهنتون د کیفي او کمي ودې په برخه کې یې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ هڅې وستایلې. د هېواد ولسمشر د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر طوطاخیل، استادانو او محصلانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو اوریدلو وروسته وویل؛ دا چې د کندهار پوهنتون د هېواد دولتي پوهنتونونو په ارزونه کې لومړی مقام ترلاسه کړی، د یاد پوهنتون د رهبري پلاوي، استادانو او کندهار ولایت شریفو خلکو لپاره د ویاړ ځای دی. نوموړي د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو ترکیب چې د ۳۴ ولایتونو څخه استازیتوب کوي، د همغږۍ، ملي یوالی او خپل هېواد ته د ځوان نسل ژمنتیا په ګوته کړه. جمهور رئیس اشرف غني د کندهار پوهنتون، کرنیرې علومو د ټکنالوژۍ پوهنتون او د هېواد د نورو پوهنتونونو د شته ستونزو د حل او پیاوړتیا په موخه ډاډ ورکړ او ویې ویل د بشري ځواک عالي شورا به په دوره یې ډول جوړه کړي چې له امله به یې په اړوندو برخو کې به بنسټیز بدلونونه رامنځ ته شي. جمهور رئیس د کندهار پوهنتون د مالي خپلواکۍ پر تامین، کرنیزو علومو ټکنالوژۍ پوهنتون ته د لسګونو جریبو زمکې د ورکړې او یاد پوهنتون سره د هند هېواد د ژمنو له تعقیبولو څخه ډاډ ورکړ. نوموړي محصلانو ته په خطاب کې وویل د افغانستان عزت د علم او حکمت پورې تړلی دی او ځوان نسل کولی شي د علم په ترلاسه کولو سره په هېواد کې امن او ټیکاو رامنځ ته کړي. د کندهار پوهنتون استادانو او محصلانو سره د هېواد د جمهور رئیس لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوی د پوهنتونونو د کیفي ودې په ځانګړې توګه تحصیلي نصاب معیاري کولو، علمي څیړنو مرکزونو رامنځته کولو، محصل محورۍ تدریسي میتودونو او پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ په برخو کې نوي پروګرامونه ترلاسه لاندې نیولي. همدارنګه هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې د تحصیلي نصاب د معیاري کولو او باوري تدریسي سیستم رامنځته کولو د لارو چارو په اړه، د نړیوالو متخصصینو په ګډون یوه ملي اجماع جوړه کړي. د لیدنې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان، د کندهار کرنیزو علومو د ټکنالوژۍ پوهنتون استادانو او محصلانو له جمهور رئیس سره د امریکا متحده ایالاتو له خوا د دفاع وزارت هوايې ځواکونو ته د بلک هاک هلیکوپترو د تسلیمولو په مراسمو کې ګډون وکړ