دلوړو زده کړو وزارت
10 میزان 1396

د لوړو زده کړو سر پرست وزیر ډاکتر عبداللطیف روشان د کندهار ولايت له پوهنتون څخه ليدنه وکړه

ډاکټر عبداللطیف روشان سره په دې سفر کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي قیومي او یو شمېر نور دولتي چارواکو حضور درلود ، د لوړو زده کړو وزارت سر پرست وزیر ډاکتر روشان د کندهار ولايت پوهنتون له بيلابيلو څانګو ليدنه وکړه او د ياد تحصيلي مرکز د پرمختګ لپاره اړوند مسولينو ته لازمی لارښوونې وکړې. د لوړو زده کړو سرپرست وزير چارواکو ته په دې پوهنتون کې د تر کار لاندې پروژو د ژر تر ژره بشپړېدو هدايت وکړ او وويل کندهار ولايت له تاريخي اړخه زرين او د پام وړ موقف لري . ډاکتر روشان د کندهار پوهنتون له چارواکو سره د دې پوهنتون له بيلابيلو څانګو دليدنې پر مهال د هغوی له هڅو په قدر دانی یادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې کندهاري ځوانانو ته د تحصیل غوره زمينې او امکانات برابروي. ډاکتر روشان ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د کندهار پوهنتون او ددې پوهنتون د محصلينو لپاره ګن عصري او پرمختللي لابراتواري سيستم او نورې آسانتياوې په پام کې نيولي دي. ولاياتو ته د دلوړو زدکړو سرپرست وزير ډاکتر للطیف روشان سفرونه دوام لري