دلوړو زده کړو وزارت
05 میزان 1396

لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکتر عبد اللطیف روشان د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خلاقبت مرکز، د هواپېژندنې مرکز او د کانونو جیولوژي پوهنځي پرانیستې او ګټې اخېستنې ته یې وسپارلې

لوړو زده کړو وزیر د خلاقیت مرکز د پرانېستې پرمهال محصلانو ته وویل، لوړو زده کړو وزارت نوښتګرو محصلانو ته معنوي او مادي جایزې او علمي سفرونه په پام کې لري. نوموړي څرګنده کړه، دا نوښتونه د پرمختګ پر لوړ لومړني کامونه دي او هغوی چې پدې برخه کې یې کار کړی وي؛ بشپړ ملاتړ به یې وشي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا، په پام کې ده چې ډېر ژر د مرکز په درېیو نورو پوهنتونونو کې هم د خلاقیت مرکزونه جوړ شي. د پولي تخنیک پوهنتون رئیس انجینیر سعید کاکړ وویل، زموږ محصلانو د خلاقیت په برخه کې د نړۍ په مختلفو لوبو کې ګڼې جایزې ګټلې دي. نوموړي زیاته کړه دا مرکز د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې سره سم رامنځته شوی دی. د نوموړي په وینا مخکې به محصلانو په خپل لاس جوړ شوي وسایل په انفرادي ډول له نندارې وروسته له ځان سره ساتل. اوس د ا نوښتونه پدې مرکز کې یو ځای کېږي چې نه یوازې د دوی د نوښتونو د ځلېدا لپاره ګټه لري بلکه د نورو محصلانو لپاره هم د څېړنې او نوښت سرچینه کېدای شي. د یوه بل خبر له مخې: د پولي تخنیک پوهنتون د هوا پېژندنې مرکز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لخوا پرانستل شوو. دوکتور عبد للطیف روشان د مرکز د پرانېستې ترڅنګ د یاد پوهنتون د رهبري پلاوې څخه مننه وکړه ویې ویل، دا مرکز د سرک جوړونې، کانونو، د ودانیو ډيزاین، د ابو تاسیساتو او د استادانو د علمي څېړنو په ځانګړي ډول د محصلانو د ماسټرۍ دورې لپاره د ګټې اخېستنې وړ دی. د پولي تخنکی پوهنتون رئیس انجینیر سعید کاکړوویل، دا مرکز د اوبه ییزو ودانیو او اوبه ییزو تاسیساتو د پېژندنې وړتیا لري چې د کابل ساحو هوا او د دې ښار شا او خوا سیمې پکې شاملې دي. همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جیولوجې او کانونو پوهنځي کتابتون چې د همدې پوهنځي د یوه تن استاد پوهندوی عبد السلام کیولا لخوا په خپل شخصي لګښت سره جوړ شوی دی؛ پرانیست . دا کتابتون د جیولوجي او کانونو څانګې د محصلانو لپاره د سل ګونو ټوکو کتابونو اولس ګونو کمپیوترونو د رلودونکی دی.