دلوړو زده کړو وزارت
04 میزان 1396

د افغانستان او انګلستان هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په کابل پوهنتون کې غونډه جوړه شوه

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان په یاده غونډه کې افغانستان سره د انګلستان د خلکو له همکاریو مننه وکړه او یادې همکارۍ یې افغانستان سره د هغوي د دوستۍ او نیک نیت نښانه وبلله. نوموړي وویل افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې د انګلستان هېواد مرستو په ځانګړې توګه د بریټش کونسل دفتر همکاریو د دغه سکتور په وده او هدف ته په رسیدو کې اغیزمنه ونډه لرلې ده. نوموړي هیله مندي وښوده چې د لوړو زده کړو وزارت او بریټش کونسل دفتر تر منځ د اړیکو پیاوړتیا به وکولی شي د لوړو زده کړو د معیاري کولو او پیاوړتیا لپاره ښې زمینې برابرې کړي. د بريټش کونسل دفتر اجرائیه رئیس کیاران ګیان د افغانستان د لوړو زده کړو د ودې لپاره د هغه دفتر د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. د کابل پوهنتون رئیس استاد حمیدالله فاروقي لوړو زده کړو او په ځانګړې توګه کابل پوهنتون سره د بریټش کونسل دفتر د همکاریو څخه مننه وکړه او د یادو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، په کابل کې د انګلیستان سفیر په افغانستان کې د انګلستان ځانګړی استازی، کابل پوهنتون استادان او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و. د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللیطف روشان د انګلیستان سفیر او بریټش کونسل دفتر مسؤلینو سره ځانګړې ناسته تر سره کړه چې په کې یې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې د راتلونکو پلانونو په اړه ورسره خبرې وکړې