دلوړو زده کړو وزارت
22 سنبله 1396

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي تر مشرۍ لاندې د بشري سرچینو د پراختیایي بورد نوبتي غونډه ترسره شوه

په دغه غونډه کې د اتو سکتوري وزارتونو ( لوړو زده کړو، پوهنې، کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، ښځو چارو، عامې روغتیا، مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو، کلیو پراختیا، معلوماتي ټکنالوژۍ )، نړیوال بانک، یونیسف، یونسکو، متحده ایالاتو پراختیایي پروګرام، په کابل کې د برتیانیې او سویډن سفارتونو، مدني ټولنو، لوړو زده کړو پراختیا، USWDP پروګرامونو، لوړو زده کړو خصوصي موسساتو، آسیا بنسټ، افغانستان لپاره د ناروې کمیټې، آغان خان بنسټ او د ماشومانو د ملاتړ بنسټ استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د بشري سرچینو د پراختیا پر پالیسیو، د بین الوزارتي همکاریو د پالیسیو د ارزونې او دوه ملي پروګرامونو چې یو یې د بشري سرچینو په برخه کې د پانګې اچونې د اغیزمنتوب ډیروالی او بل د کار زده کړو ملي برنامې جوړل چې د بشري سرچینو لپاره ځانګړی ارزښت لري خبرې وکړې، همدارنګه د بین الوزارتي کارونو د رامنځته کولو په اړه بحثونه ترسره کړل او په یادو برخو کې یې وروستي اقدامات په ډاګه کړل. ګډونوالو ذکر شوي مسایل د بشري سرچینو سکتور د ودې لپاره اړین او د ارزښت وړ وبلل او د وروستیو اقداماتو په برخه کې یې یو بل سره د همکاریو ژمنه وکړه. په پایله کې پریکړه وشوه چې د ترلاس لاندې اقداماتو د پایلو په اړه باید په راتلونکې ناسته کې راپور ورکړل شي. د بشري سرچینو د پراختیا بورد په ۱۳۸۸ کال کې رامنځته شوی چې موخه یې د وزارتونو ترمنځ همغږي، د بشري سرچینو په برخه کې د ستونزو له منځه وړل او د پالیسیو پراختیا ده