دلوړو زده کړو وزارت
22 سنبله 1396

د افغانستان پیژندنې مرکز بنسټ اېښودونکې مېرمن نانسي دوپري د اکاډمیکو فعالیتونو څخه ستاینه وشوه

مېرمن دوپري چې دوې ورځې مخکې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، په تېرو ۶۷ کلونو کې یې د افغانستان اړوند ۱۰۰ زره تاریخي او کلتوري سندونه را ټول او ارشیف کړي دي. د مېرمن نانسي دوپري د یادغونډې په مراسمو کې، د لوړو زده کړو او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو سرپرستانو، د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار، د کابل پوهنتون رئیس، بهرنیو مېلمنو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د جمهور رئیس پیغام د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار اسد الله غضنفر لخوا ولوستل شو، چې پکې د افغانستان پېژندې او نړیوالو ته د دغه هېواد د معرفت په برخه کې د مېرمن نانسي دوپري د هڅو يادونه او ستاینه شوې وه. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکتر عبد اللطیف روښان وویل، مېرمن نانسي یوه مېړنۍ او افغان دوسته ښځه وه چې ۶۷ کاله یې د افغانستان د تمدن او پېژندې په اړه اثار را ټول کړي، چې خدمتونه یې د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې دي. نوموړي د مېرمن نانسي مړینه د افغانستان په اکاډمیکه برخه کې لویه ضایعه وبلله د پوهانو او قلموالو څخه یې وغوښتل چې د نوموړې لار تعقیب کړي او د هېواد د فرهنګ او تاریخ د بډاینې لپاره هڅې وکړي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست چې د مېرمن نانسې خاورو ته د سپارلو کمېسیون ریاست هم پرغاړه لري وویل، په کابل پوهنتون کې د افغانستان پېژندنې مرکز چې د مېرمن نانسي د هڅو پایله ده د نوموړې په نوم به ونومول شي. د اطلاعاتو اوکلتو وزارت سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري وویل، نانسي خپل ټول عمر افغانستان ته وقف کړی او په ناامنه شرایطو کې یې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې علمي سیمینارونه جوړول. نوموړي زیاته کړه مېرمن نانسي په خپلو خارق العاده فعالیتونو سره د افغانستان ملي موزیم ټولې نړۍ ته وروپېژاند او په د ې برخه کې یې داسې کتاب ولیکه چې د افغانستان پېژندنې په تاریخ کې به یې نوم تل ژوندی وي. همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس استاد حمیدالله فاروقي د مېرمن نانسي د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړه وویل، نوموړې مېرمن د افغانستان د خلګو سره ځانګړې مینه لرله او ددغه هېواد د علمي او اکاډمیک کاروان د پرمختګ لپاره یې د ډېرو خدمتونو هیله کوله. نوموړي زیاته کړه کابل پوهنتون به د دغې څېړونکې موخې او هیلې تعقیب کړي او د افغانستان پېژندنې مرکز به د علمي او اکاډمیک اړخه غني کړي. میرمن نانسي دوپري امریکایي الاصله وه چې ۱۹۶۲ کال راهیسې له خپل میړه لویس دوپري سره په افغانستان کې اوسېدله او خپل ټول عمر یې د دې هېواد په اړه علمي څېړنو او تاریخ لیکنې ته ورکړی و. نانسي دوپري د افغانستان پېژندنې څېړنیز مرکز بنسټګره وه، د هغې د نږدې دوستانو په وینا دوپري پر افغانستان او خلګو مینه، مهربانه، هڅوونکې او مسوولیت منونکې ښځه وه چې د عمر تر وروستیو شېبو پورې یې پرته له کوم ملګري څخه د دې هېواد لپاره علمي فعالیتونه تر سره کړل