دلوړو زده کړو وزارت
22 سنبله 1396

په پولي تخنیک پوهنتون کې د هندوکش جیولوجي شپږم نړیوال کنفرانس جوړ شو

په دغه کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، کانونو او پطرولیم وزارت سلاکار، مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، پولي تخنیک پوهنتون رهبري پلاوي، چک هېواد اکاډمیک پلاوي او د اړوندې برخو کارپوهانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و. د یاد کنفرانس موخه د جیولوجي علومو په برخه کې د استادانو او څیړونکو د علمي مقالو ارایه کول او د پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو استادانو لپاره د څیړنو د غوره زمینو برابول دي. لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د کنفرانس جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ د هېواد د کانونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: " کانونو د هېوادونو یو مهمه اقتصادي برخه ده او د هېوادونو په پرمختګ کې ځانګړې اقتصادي ارزښت لري. که چیرې د افغانستان کانونه په ښه ډول مدیریت شي او ترینه ښه ګټه پورته شي، په بېلابېلو برخو کې به زموږ د هېواد د پرمختګ لامل شي. " لوړو زده کړو وزارت سرپرسته هیله مندي وښوده چې دغسې کنفرانسونه کولی شي د هېواد د کانونو څخه په ښې ګټې اخیستنه کې اغیزمن ثابت شي. نوموړي په تحصیلي بنسټونو کې د ورته کنفرانسونو پر دوام ټینګار وکړ. ډاکټر روشان وویل د دې کنفرانس او نور تیرو شویو پنځو کنفرانسونو ټولې مقالې به چاپ او د اړوندو څانګو استادانو په اختیار کې به ورکړل شي. لوړو زده کړو وزارت سرپر د تحصیلي بنسټونو د ودې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د ترلاس لاندې پروګرامونو خبر ورکړ او ویې ویل دغه پروګرامونه به قدم په قدم پلي شي. د پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال ډیپلوم انجنیر محمد سعید کاکړ په وینا په دغه کنفرانس کې ۱۸ علمي – څیړنیزې مقالې د افغانستان د منرالي ذخیرو، جیوتکتونیک او چاپیریال ساتنې هایدرولوجي په اړه د افغانستان، پاکستان، ایران چک هېوادونو څیړونکو له خوا وړاندې کیږي. همدارنګه د کانونو او پطرولیم وزارت سلاکار او څو تنو نورو د کنفرانس د ارزښت او افغانستان د زیرمو په اړه خبرې وکړې او ورته کنفرانسونه یې د افغانستان د څمکې لاندې زیرمو د مدیریت په برخه کې اغیزمن وبلل. دغه کنفرانس دوه ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې د پوهانو او څیړونکو له خوا علمي مقالې واورول شي