دلوړو زده کړو وزارت
19 سنبله 1396

د نومیالۍ افغانستان پیژندونکې او په کابل پوهنتون کې د افغانستان پیژندنې مرکز موسسې، امریکایي میرمنې نانسي دوپري د مړینې په پار د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نومیالۍ افغانستان پیژندونکې او په کابل پوهنتون کې د افغانستان پیژندنې مرکز بنسټ ایښودونکې، امریکایي میرمن نانسي دوپري د ۹۰ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. میرمن نانسي دوپري امریکایي الاصله وه چې په ۱۹۲۷م کال په هند کې زیږېدلې وه او په ۱۹۶۲ کال له خپل میړه لویس دوپري سره افغانستان ته راغله او د دې ځای تابعیت یې ترلاسه کړ. میرمن نانسي شاوخوا ۵۵ کاله په افغانستان کې پر علمي، فرهنګی او ټولنیزو څیړنو کار کړی او افغانستان یې د عظمت او تاریخي ویاړونو هېواد بللی دی. میرمن نانسي د افغانستان پیژندنې مرکز د بنسټ ایښودونکې ده، چې په دغه مرکز کې د افغانستان پیژندنې په اړه له سل زرو زیات چاپي آثار چې زیاتره یې اوس په الکترونیکي شکل چمتو شوي، راټول شوي دي. دغه آثار د افغانستان د تمدنونو او تاریخي بهیر په اړه ډیره څه له ځانه سره لري. د میرمن نانسي دوپري په وینا افغانستان ۵۰ زره کلن تاریخ لري چې د کوشانیانو له دورې څخه بیا د اسلام تر راتګ پورې یې د عظمت سترې دورې تیرې کړي دي. لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري پلاوي د میرمن نانسې دوپري مړینه د هېواد د تاریخ لیکنې او څیړنې په برخه کې یوه ستره ضایعه بولي او خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب د نوموړې خپلوانو او دوستانو ته وړاندې کوي. روح دې ښاد وي او یاد دې تل وي په درنښت