دلوړو زده کړو وزارت
15 سنبله 1396

پوهنیار عبدالقهار جواد د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي سلاکار او نوي ویاند په توګه و ټاکل شو

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال پوهنمل انجنیر عبدالتواب بالاکرزي د اطلاع رسونې او عامه اړیکو په برخه کې د پوهیالي حامد عبیدي فعالیتونه وستایل او پوهنیار عبدالقهار جواد یې د دې وزارت لپاره د مطبوعاتي سلاکار او نوي ویاند په توګه معرفي کړ. په غونډه کې پوهیالي حامد عبیدي د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي له همکاریو مننه وکړه او چین هېواد ته د ماسټرۍ زده کړو لپاره د تللو په پار یې له همکارانو سره خدای په اماني وکړه. پوهنیار عبدالقهار جواد د لوړو زده کړو وزارت مقام له باور څخه خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د اطلاع رسونې او پر وخت سره د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو په اړه د ځواب ویلو په برخه کې به له هېوادوالو سره همکاري وکړي. نوموړي همدارنګه رسنیو سره د اړیکو ټینګول او ځواب ویل د ده له مهمو او کلیدي مسوولیتونو څخه وبلل. لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عبیدي ته د ماسټرۍ زده کړو په پای ته رسولو او نوي ویاند ته په خپلو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. په پای کې پوهیالي حامد عبیدي ته د هغه د ښه خدمت له امله د لوړو زده کړو وزارت رهبري له خوا د تقدیر لوحه ورکړل شوه. د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند پوهنیار عبدالقهار جواد لنډه پیژندنه: پوهنیار عبدالقهار جواد د عبدالغفار زوی، چې په ۱۳۵۸ کال کې په کابل کې زیږیدلی. جواد د غلام حیدرخان چرخې لیسې څخه په ۱۳۹۷ کال فارغ شوی او په ۱۳۸۴ کال یې د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي څخه د مطبوعاتو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړی وروسته له دې د فولبرایټ پروګرام له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ او د ارکنسا پوهنتون څخه یې په ۱۳۹۲ کال د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. پوهنیار جواد له ۱۳۹۴ کال راهیسې د کابل پوهنتون په ژورنالیزم پوهنځي کې په تدریسي بوخت دی او تر څنګ یې په مطبوعاتي او اداري سازمانونو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي. د لوړو زده کړو وزارت تدریسي معینیت اجرایي معاونیت، ثبوت خبري آژانس سره د مطبوعاتي سلاکار، سولې او جنګ انسټیټوټ د راپور ورکونې مرستیال، افغان زده کوونکو بنسټ د همغږه کوونکي، کوثر روغتون مدیره پلاوي د رییس، کلید اوونیزې د خبریال او د جواد نکته دان ترجمې مرکز د موسس په توګه یې فعالیتونه ترسره کړي دي. نوموړی د ۱۳۹۶ کال وږي په میاشت کې د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند په توګه پر دنده پیل وکړ