دلوړو زده کړو وزارت
18 اسد 1396

لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال تر ریاست لاندې د پوهیالي رتبې لرونکو استادانو د تحصیلي کچې لوړولو په موخه ناسته ترسره شوه، چې په کې درې عمده طرحې وړاندې شوې

په دغه ناسته کې، چې د هېواد یو شمیر پوهنتونونو مرستیالانو او ماسټرۍ برخې آمرینو ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ډیپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي وویل د دې ناستې موخه د هېواد په داخلي ماسټرۍ پروګرامونو کې د استادانو د جذب لپاره د منطقي طرحو رامنځته کول دي. لوړو زده کړو وزارت مرستیال وویل کیفیت ته پاملرنه د دې پروګرامونو بنسټیر اصل دی او په هیڅ ډول به ورته زیان ونه رسیږي. په یاده ناسته کې همدارنګه د اکاډمیکو چارو د انسجام رئیس؛ پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده وویل: په دغه ناسته کې د اکاډمیکو چارو د انسجام ریاست له خوا د پوهیالي استادانو د ستونزې د حل په موخه درې طرحې وړاندې شوې، چې په کې د هېواد لویو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ځانګړي ټولګیو جوړول، د پوهیالي استادانو د ونډې زیاتول او بهرنیو هېوادونو ته په بورسونو د استادانو لیږل شامل دي. د نوموړي په وینا وروسته له بحث څخه پریکړه وشوه، چې د هېواد د پوهنتونونو په ماسټرۍ پروګرامونو کې د پوهیالي استادانو د جذب کچه له ۳۵ څخه تر ۵۰ سلنې پورې لوړه شي؛ همدارنګه پریکړه وشوه چې د اکاډمیکو چارو د انسجام تر ریاست لاندې دې یو پلاوی وګمارل شي څو د ماسټرۍ تر کچې د استادانو د ظرفیتونو لوړو لپاره اوږدمهاله لارې چارې ولټوي. د لوړو زده کړو وزارت علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي په وینا، د ناستې د غړو پریکړې پر بنسټ؛ دولتي پوهنتونونه خپل هغه استادان چې پوهیالي علمي رتبه ولري د ماسټرۍ پروګرامونو ته معرفي او د یوې رقابتي آزموینې له لارې به د پوهنتونونو ونډې په نظر کې نیولو سره یادو پروګرامونو کې جذب شي. نوموړي زیاته کړه د ماسټرۍ په داخلي پروګرامونو کې به ۵۰ سلنه د دولتي پوهنتونونو پوهیالي رتبې لرونکو استادان او پاتې نور کاندیدان به د آزادې سیالۍ له لارې جذب شي