دلوړو زده کړو وزارت
16 اسد 1396

ملي ستندرډ ادارې او پولي تخنیک پوهنتون تر منځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو

دا هوکړه لیک د ملي سټندرډ عمومي ادارې رئیس ښاغلي داکتر نقیب الله فایق او د پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال دیپلوم انجینر سعید کاکړ تر منځ په بېلابېلو برخو کې  د ګډو کاري همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه پر بنسټ به، پولي تخنیک پوهنتون او ستڼدرډ ملي ادراره په ګډه سره د علمي کادري متخصیصینو په روزنه، په پرکتیک دوره کې د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې، د کنفرانسونو او ګډو پرزنتېشنونو جوړولو، په څېړنیزو پروژو کې همکاري او د محصلانو لپاره د کاري بوختیاوو او فارغ التحصیل محصلانو د جذب په برخه کې هکاري کوي