دلوړو زده کړو وزارت
15 اسد 1396

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان په دغه وزارت کې د نویو پروګرامونو جوړولو خبر ورکړ چې له مخې به یې د لوړو زده کړو بنسټونو کیفیت لوړ او شته ننګونې به له منځه لاړې شي

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نن د کانکور آزموینې لس بهترینو په ستاینغونډه کې چې د (روند عدالت برای همه) ټولنیز بنسټ له خوا د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، څرګند کړ. 
نوموړي د یاد بنسټ له دغه نیک اقدام څخه د مننې تر څنګ د سږ کال کانکور آزموینه د لوړو زده کړو په تاریخ کې یوه رڼه او له درغلیو پاکه آزموینه وبلله.
ډاکټر عبداللطیف روشان په کانکور آزموینه کې د نجونو د ونډې زیاتوالي ته په شارې سره، د ټولنې له غوښتنو سره سم د لوړو زده کړو پر متوازن پرمختګ ټینګار وکړ وویل: " موږ په یوه لس کلن لیدلوري کار کوو څو وکولی شو علم تولید کړو او پر علم ولاړ اقتصاد رامنځ ته کړو."
لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د یاد وزارت پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل زیاته یې کړه، لوړو زده کړو وزارت سربیره د کانکور آزموینې پر معیاري کولو، د درسي نصاب پر عصري کولو، اړتیا سره سم د تحصیلي بورسونو پر ویش، د پوهنتونونو په نړیواله درجه بندۍ کې د هېواد د پوهنتونونو پر شاملولو، خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه د جدي څارنې او پوهنتونونو کې د محصلانو د هڅونې په موخه د خلاقیت مرکزونو رامنځته کولو کې هم کار کوي. 
وروسته د (روند عدالت برای همه) ټولنیز بنسټ رییس فردین فدایي، د آزادې مبارزې اتل بازمحمد مبارز، د کانکور آزموینې یو شمیر مخکښانو او څو تنو نورو خبرې وکړې، د لوړو زده کړو وزارت له پروګرامونو څخه یې ملاتړ وکړ او د یادو پروګرامونو په پلي کولو کې یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
غونډه د کانکور آزموینې مخکښانو او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده