دلوړو زده کړو وزارت
14 اسد 1396

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان وایې چې د هېواد لوړو زده کړو نظام د بدلون او په هېواد کې د لوړو زده کړو متوازن پرمختګ لپاره ځانګړې طرحې له ځان سره لري او د پلي کولو لپاره به یې جدي هڅې وکړي

نوموړي دغه خبرې نن د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناسته کې وکړې.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست د یاد پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون پر مهال په هېواد کې د پوهنتونونو پر متوازن پرمختګ ټینګار وکړ او وویل:" د پوهنتونونو د ودې او په ټوله کې د هېواد تحصیلي نظام د بدلون لپاره مو ځانګړي پلانونه په نظر کې نیولي او د پلي کولو لپاره به یې جدي هڅې وکړو."
ډاکټر لطیف روشان زیاته کړه زموږ موخه په هېواد کې پر علم او پوهې ولاړ اقتصاد رامنځته کول دي او په دې برخه کې پوهنتونونه باید فعاله ونډه ولري.
نوموړي همدارنګه وویل د یو ملي لیدلوري پر بنسټ د پوهنتونونو تحصیلي نصابونو د نوي کولو ځانګړې طرحې لرو او د پوهنتونونو د استادانو او بهرنیو متخصصینو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره به یې د تطبیق لپاره هڅې وکړي.
ډاکټر روشان وویل: "د پوهنتونونو پیاوړتیا په اصل کې د محصل ښه روزنه ده او موږ باید په عصري پوهه سنبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کړو." هغه زیاته کړه په پوهنتونونو کې باید د محصل او استاد تر منځ فاصلې له منځه یوړل شي او ټول تمرکز پر محصل وشي.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست له استادانو وغوښتل چې په خپلو همکاریو سره د پوهنتونونو د ودې او لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې ورسره همکاري وکړي. هغه وویل د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پاملرنه کوي او ټول هغه استادان چې د هېواد د ځوانانو په روزنه کې زیار باسي تقدیر به یې کړي.
ډاکټر عبداللطیف روشان په دغه ناسته کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو وغوښتل چې د تحصیلي ودې پر مخه خپل وړاندېزونه او طرحې ورسره شریکې کړي. نوموړي وویل د محصلانو د غږ اوریدو په موخه یې پنجشنبې ورځ له هغوي سره لیدنو ته ځانګړې کړې او په پام کې لري چې د استادانو سره د لیدنو او د هغوي د ستونزو او وړاندیزونو اوریدو لپاره هم یوه ورځ ځانګړې کړي. 
په دغه لیدنه کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس دوکتور ذبیح الله اسدي او څو تنو استادانو په خپلو خبرو کې پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له ورتلو څخه مننه وکړه او د پوهنتون د وضعیت، فعالیتونو او شته ننګونو په اړه یې خپل نظریات له نوموړي سره شریک کړل.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان ډاډ ورکړ چې د شهید استاد رباني پوهنتون تجهیزات یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولي او په نږدې راتلونکې کې به پرې کار پیل کړي.