دلوړو زده کړو وزارت
14 اسد 1396

د ( داخلي پلټنې نړیوال معیارونه) تر عنوان لاندې دوه میاشتنی ورکشاپ، چې د مالیې وزارت داخلي پلټنې عمومي ریاست له خوا د د PFMR_11 په مالي همکارۍ د لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنې ریاست ۱۳ تنو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، پای ته ورسید

په هغه غونډه کې چې دې اړه لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د دغه وزارت مالي او اداري چارو مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور، داخلي پلټنې رییس غلام داوود شایق، ماليې وزارت داخلي پلټنې عمومي رییس محمد یوسف غزنوي، نړیوال بانک PFMR_11 پروژې رییس محمود قادري او مالیې وزارت داخلي پلټنې عمومي ریاست سلاکار او لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنې ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.

لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور د مالیې وزارت داخلي پلټنې ریاست څخه مننه وکړه وې ویل: پلټنه د ارزونې یو ډول انساني اړتیا ده، چې انسانان یې د خپل ځان، نورو، چاپیریال او خپلې ادارې په اړه ترسره کوي.

دوکتور مهجور زیاته کړه: موږ خپله نه شو کولی د خپلو کړنو په اړه قضاوت وکړو، اړینه دا ده چې څرنګه باید د دولت کړنې و ارزول شي، د پلټنو ښه ډول دا دی چې نور باید زموږ د کړنو په اړه قضاوت وکړي. نوموړي وویل هر ډول پلټنې او کنترول، لایحو او قانون ته ضرورت لري او موږ د قانون پلي کولو ته ژمن یو.

د هغه په وینا په پلټنه کې باید د کړنو په اړه خپله بې طرفي وساتل شي، هغه وخت پلټنې ريښتینولي پیدا کوي، چې دغه ځانګړنې په نظر کې ونه نیول شي، هغه څه چې له پلټنو څخه مو موخه وي ترلاسه کولی او پرته له دې نه شو کولی د دولت د ودې، ښه او قانونمند حکومت د رامنځته کولو انتظار وکړو.

لوړو زده کړو وزارت مرستیال زیاته کړه مهمه دا ده چې څرنګه کولی شو د معیارونو، قوانینو او مقررو پر بنسټ او د خپلو شخصي غوښتنو پرته د یوې موضوع په اړه قصاوت وکړو چې دا کار له یوې مخې زموږ اداري مقام ته لوړتیا وربخښي او له بله پلوه زموږ پر اداره د خلکو باور لا زیاتیږي.

دوکتور مهجور د لوړو زده کړو وزارت پلټنې د وضعیت ښه کولو په برخه کې د مالیې وزارت داخلي پلټنې ریاست همکارۍ اغیزمنې وبللې او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

نوموړي هیله وښوده چې د لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنې ریاست کارکوونکونکې، هغه څه چې د تیرو دوو میاشتو په موده کې زده کړي، په دغه وزارت کې د ښې حکومتولۍ لپاره ترې اغیزمنه ګټه پورته کړي.

لوړو زده کړو وزارت مرستیال تدارکاتو موضوع ته په اشارې سره وویل، دغه وزارت د تدارکاتو په موضوع کې مخکښ دی او حتی د دې بهیر د طی مراحل کولو سند موږ ته وړاندې شوی دی.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنې رییس غلام داوود شایق په دغه ناسته کې خبرې وکړې د یاد ورکشاپ موخه یې د لوړو زده کړو وزارت پلټنو ریاست کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول وبلل وویل د یادو کارکوونکو لپاره دغه ورکشاپ ګټې په معنوي او همدارنګه مالي برخو کې وې.

داوود شایق زیاته کړه: "په معنوي اړخ کې مالیې محترم وزارت له خوا د دې ریاست کارکوونکو ته د پلټنې په برخه کې ارتقا ورکړل شوه او په مالي برخه کې یاد وزارت د لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنو ریاست سره د ایرکنډیشن، میز، چوکیو او یوه پایه کمپیوټر مرسته کړې ".

همدارنګه د مالیې وزارت داخلي پلټنو رییس محمد یوسف غزنوي د یاد ورکشاپ په پای ته رسولو کې د لوړو زده کړو وزارت پلټنو ریاست کارکوونکو څخه مننه وکړه وویل: دا چې د دغه وزارت پلټنو ریاست کارکوونکي ځوانان دي په پلټنه کې اغیزمنه ونډه لرلی شي.

غزنوي وویل ستره ننګونه زموږ پر وړاندې فساد دی او موږ هغه کسان یو چې  پر وړاندې یې مبارزه کوو او د پلټنو ریاست کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو له لارې هڅه کوو چې د فساد مخنیوی وکړو.

نوموړي لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنو ریاست سره د مالي وزارت پلټنو ریاسته له خوا د همکاریو ډاډ ورکړ.             

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت داخلي پلټنو ریاست ۱۳ تنو کارکوونکو ته چې په یاد دوه میاشتني ورکشاپ کې يې ګډون کړی و، د فراغت اسناد ورکړل شول او همدارنګه د مالیې وزارت پلټنو عمومي رییس ته د لوړو زده کړو پلټنو ریاست سره د همکاریو له امله د لوړو زده کړو وزارت مرستیال له خوا ستاینلیک ورکړل شو