دلوړو زده کړو وزارت
25 سرطان 1396

لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکټرعبداللطیف روشان د بریټش کونسل له مشرسره په لیدنه کې د یاد بنسټ له ارزښتمنو همکاریو مننه وکړه او د هغوی مرستې یې د هېواد د لوړو زده کړو په پياوړتیا کې ګټورې وبللې

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د خپلو اکاډمیکو پروګرامونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د بریټش کونسل له مشر وغوښتل، چې د علمي څیړنو لپاره د ښو زمینو برابرولو په برخه کې ورسره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
ښاغلي روشان داهم وویل ،چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه دا ده ترڅو د افغانستان یو شمیر پوهنتونونه د نړۍ په درجه بندۍ کې شامل کړي ،خوټینګاریې وکړ،چې د بریټش کونسل مرسته به دغه پروسه چټکه کړي.
نوموړي زیاته کړه :" له شک پرته چې انګلستان د لوړو زده کړو په برخه کې ډیره وده کړې او ستاسو تجربو څخه ګټه پورته کول به زمونږ د لوړو زده کړو پر نظام هم مثبته اغیزه وکړي."
ورپسې د بریټش کونسل مشر ایرک لاوري، ډاکټر عبداللطیف روشان ته د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله اوافغانستان سره یې د لوړو زده کړو په برخه کې د خپلو تیرو اکاډمیکو همکاریو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دوي به د دغه هېواد لوړو زده کړو وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د پرمختګونو څخه خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه وزارت د علمي پروګرامونو په پلي کولو کې به خپلې همکارۍ زیاتې کړي. 
نوموړي همدا راز وویل،چې د اوبو زیرمو د مدیریت تر نامه لاندې د افغانستان او انګلستان ترمنځ لومړی نړیوال کنفرانس انګلستان کې جوړیږي ،چې د افغانستان د پوهنتونونو څخه هم درې متخصصین دغه کنفرانس ته بلل کیږي