دلوړو زده کړو وزارت
24 سرطان 1396

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د ځوانو معلولینو ټولنیزې شورا له غړو سره په لیدنه کې هغوي سره ژمنه وکړه چې د زده کړو ښې زمینې به ورته برابرې کړي.

په دغه لیدنه کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازي قاضي محمد نذیر حنفي، د لوړو زده کړو وزارت ستر سلاکار امان الله فقیري او د معلولینو چارو په برخه کې د دغه وزارت سلاکارې صبري اندړ هم شتون درلود. په پیل کې د معلولینو ټولنیزې شورا استازي اسدالله کاموي د محصلانو په استازیتوب وویل: " زیاتره معلول محصلان نه یوازې دا چې له جسمي پلوه  فقیر او د افغانستان جنګ ځپلې ټولنې پورې اړه لري بلکې په پوهنتونونو کې د پوره فیسونو د ورکولو توان هم نلري ".

کاموي زیاته کړه؛ تدریسي ټولګي زیاتره وخت د ودانیو په پورته پوړونو کې وي او هغو معلولینو ته، چې د پښو ستونزې لري، ټولګیو ته ورتلل ورته ستونزمن دي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان وویل: " زموږ هڅې دا دي، چې د معلولو ځوانانو لپاره د زده کړو غوره زمینې برابرې کړو".

نوموړي وویل: " موږ هڅه کوو، چې د معلولینو څخه د ملاتړ لپاره د خصوصي پوهنتونونو د مسوولینو ژمنې ترلاسه کړو او د یو شمیر معلولینو لپاره د وړیا لوړو زده کړو زمینې برابرې کړو ".

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ژمنه وکړه، چې معلولو محصلانو سره د همکارۍ په برخه کې به د قانون او مقرراتو په چوکاټ کې د شته امکاناتو څخه ګټه واخلي او هیڅ ډول مرستې به ونه سپموي.