دلوړو زده کړو وزارت
24 سرطان 1396

لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د افغانستان پوهنتونو د استادانو اتحادیې له غړو سره په لیدنه کې، د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په اړه د هغوي غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

په دغه لیدنه کې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو اتحادیې غړو، عبداللطیف روشان ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې شته ننګونو او ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان، د استادانو د وړاندیزونو او نظریاتو اوریدو تر څنګ وویل، د لوړو زده کړو وزارت دروازې هر وخت د استادانو پر مخ خلاصې دي. نوموړي زیاته کړه د یاد شویو ستونزو په اړه به په راتلونکو ناستو کې هر اړخیز بحث وکړي او د لوړو زده کړو نظام په پیاوړتیا کې به د استادانو له نظریاتو او طرحو څخه ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو معیاري کول او په تحصیلي بنسټونو کې د محصل محورۍ زده کړو سیستم پلي کول، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي، چې یو پر بل پسې به پلي شي.