دلوړو زده کړو وزارت
23 سرطان 1396

د ۱۳۹۵ -۱۳۹۶ کال کانکور آزموینه نن په کابل کې د وروستي پړاو په اخیستلو سره پای ته ورسیده

دغه آزموینه چې د ۱۳۹۵ کال کب میاشتې په ۱۶ د کابل ولایت څخه پیل شوې وه، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له پلان سره سمه واخیستل شوه او نن په وروستی پړاو سره، چې په کې د مرکز او ولایاتو متفرقه، له پولې بهر، دیني مدارسو او کابل شپې پوهنځیو داوطلبانو ګډون کړی، بشپړه شوه.

د آزموینې د وروستي پړاو له پیل څخه د مخه په مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون رئیس استاد حمیدالله فاروقي، کابل طبي پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور شرین آقا ظریف، کانکور کمېټې رئیس احمد جاوید رسولي او یو شمېر استادانو هم شتون درلود، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بري صدیقي د روان کال کانکور آزموینې جریان په اړه معلومات ورکړل او یاده آزموینه یې په هېواد کې د کانکور یوه معیاري آزموینه وبلله.

محصلانو چارو مرستیال وویل سږ کال دغه آزموینه د هېواد په ۳۴ ولایتونو ۳۸ حوزو کې له ټاکل شوي مهال ویش سره سمه، په بشپړې روڼتیا سره ترسره شوه او په آزموینه کې د هر ډول لاس وهنې څخه مخنیوی وشو.
نوموړي ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې په آزموینه کې یې ګډون کړی د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ سږ کال د کانکور آزموینو پروسه د تیرو کلونو په پرتله لا شفافه وه او په دغه آزموینه کې د بایو متریک سیستم په تطبیق سره، د ټولو هغو اشخاصو د داخلیدو مخه نیول شوې چې د آزموینې روڼتیا یې تر پوښتنې لاندې راوسته.

لوړو زده کړو وزارت مرستیال وویل سږ کال په کانکور آزموینه کې شاوخوا ۲۰۷ زره داوطلبانو ګډون کړی و چې له دې جملې څخه ۶۲ زره تنه به یې په لوړو زده کړو دولتي بنسټونو، یو شمېر به یې د پوهنې وزارت له خوا په نیمه لوړو او همدارنګه یو شمېر به یې د لوړو زده کړو په خصوصي بنسټونو کې په تخفیف سره جذب شي.
د لوړو زده کړو وزارت کانکور آزموینو رئیس احمد جاوید رسولي په خپلو خبرو کې د ۱۳۹۵ -۱۳۹۶ کال کانکور آزموینه له تیرو آزموینو څخه متفاوته وبلله او وویل، په ټول هېواد کې یې د آزموینې له جریان څخه په جدي ډول څارنه کړې او هیڅ چاته په آزموینه کې د لاس وهنې اجازه نده ورکړې.
رسولي وویل سږ کال یې د کانکور آزموینې پر روڼتیا د هېوادوالو ډاډ ترلاسه کړی او په پوره ریښتینولۍ سره به یې پایلې اعلان کړي.

کانکور کمیټې رئیس زیاته کړه که چیرې کومه تخنیکي ستونزه رامنځ ته نه شي نو له ټاکل شوي پلان سره سم به ۱۳۹۵ – ۱۳۹۶ کال کانکور آزموینو پایلې د روان کال زمري میاشتې په لومړۍ اونۍ کې اعلان کړي.

د یادونې وړ ده چې د کانکور آزموینو په وروستۍ آزموینه کې ۶۵۶۵ تنو ګډون کړی و ۱۷۴۵ تنه یې د شپې پوهنځیو داوطلبان وو