دلوړو زده کړو وزارت
21 سرطان 1396

د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد یوولسو دولتي پوهنتونونو نوي ویب پاڼې نن د دغه وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان له خوا پرانیستل شوې

هغه غونډه، چې په دې اړه لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه او په کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام مسوولینو، مرکز او ولایاتو تحصیلي بنسټونو رییسانو، استادانو او د لوړو زده کړو وزارت ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و؛ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، زموږ موخه او لیدلوری په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او له هغې څخه اغیزمنه ګټه اخیستل دي.

نوموړي وویل؛ «موږ د معلوماتي ټکنالوژۍ په زمانه کې ژوند کوو او په پوهنتونونو کې له دغې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل، نویو معلوماتو او څیړنو ته د لاسرسي ترڅنګ کولی شي، د استاد او محصل تر منځ فاصله له منځه یوسي».

داکترلطیف روشان د اکاډمیکو مرکزونو په پیژندنه کې د ویب پاڼو اهمیت ته په اشارې سره وویل: «د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري هڅه کوي، د معیاري ویب پانو په رامنځ ته کولو کې، چې په د وامداره توګه د نویو او تازه موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړي، رغنده ګامونه پورته کړي».   

لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ ادارې(USWDP) څخه، چې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونونو د ویب پاڼو، سرور روم او الکترونیکي کتابتون په جوړولو کې یې مالي او تخنیکې مرستې کړي مننه وکړه او د پوهنتونونو د ویب پاڼو په معیاري کولو یې ټینګار وکړ.

ورپسې د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام مشر ډاکټر وحید عمر د اکاډمیکو بنسټونو د ویب سایټونو او معلوماتو ته د لاس رسي پر ارزښت خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ رییسې پوهنیار شکریه جمال د نویو ویب پاڼو، سرور روم په اړه، چې د وزارت د دفترونو ټولې کمپیوټرې ورڅخه اداره کیږي، معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د دغه سیستمونو په فعالیدو سره د لوړو زده کړو وزارت د سایبري امنیت سیستم هم پیاوړی شوی دی.

همدارنګه د (USWDP) د معلوماتي ټکنالوژۍ چارو دوو تنو کارکوونکو د وزارت د پخواني ویب پاڼې، نویو ویب پاڼو د مزایاوو، الکترونیکي کتابتون، د وزارت واحد مدیریتي سیستم او په راتلونکي کې د خپلو همکاریو په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت نوې ویب پاڼې او سرور روم پرانیسته وشوه او همدارنګه د پوهنتونونو او وزارت له ویب پاڼو څخه د ګټې اخیستې پر څرنګوالي بحث وشو.