دلوړو زده کړو وزارت
23 ثور 1396

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال تر ریاست لاندې د دغه وزارت یو شمېر ریاستونو په ګډون د الکترونیک جوړونې پروژې د پیل په اړه ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې استازو او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال ډیپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت د اداري او اکاډمیک سیستم پر الکترونیک کولو او اغیزو خبرې وکړې.

نوموړي وویل ټاکل شوې د الکترونیک کولو پروژه، د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ ادارې (USWDP) په مالي همکارۍ په شپږو میاشتو کې تطبیق شي. هغه وویل په لومړي قدم کې به یاد سیستم د لوړو زده کړو  خصوصي پوهنتونونو په ریاست کې پلی شي او ورپسې به د مالي او اداري چارو او تدارکاتو ریاستونه تر پوښښ لاندې راوړل شي.

علمي مرستیال په ټاکل شوې موده کې د یاد سیستم پر تطبیق ټینګار وکړ او له اړوندو رئیسانو يي وغوښتل چې د الکترونیک سیستم په تطبیق کې همکاري وکړي او د کار د پرمختګ په اړه اونیز راپورونه د تطبیق کوونکي شرکت له مسؤلینو سره شریک کړي.

همدارنګه د اړوندو ادارو رئیسانو د پروژې د څرنګوالي او تطبیق په اړه  خپل وړاندیزونه او نظریات واورول او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ټاکل شوې د په وروسته پړاونو کې د دغه وزارت نورو ریاستونو کې هم دغه سیستم تطبیق شي.