دلوړو زده کړو وزارت
20 ثور 1396

لوړو زده کړو وزیرې د پاکستان سفیر او د لوړو زده کړو کمېسون له استازو سره وکتل

لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسون له استازو سره وکتل.  پدې کتنه کې لوړو زده کړو وزیرې په علمي برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې وکړې او په علمي څېړنو، د کارکونکو تخنیکي ظرفیت لوړونې او د پوهنتون محصلانو دعملي کارونوپه اړه یې د ډېرو همکاریو ِوغوښتنه وکړه. د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسون استازو هم په دغو ټولو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسون استازو د هغو بورسونو په اړه چې د ۲۰۱۷ کال په پیل کې یې د لوړو زده کړو وزارت سره د ورکړې ژمنه کړې وه وویل، ښایي دا بورسونه چې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې دي تر راتلونکې پنځو کلونو پورې بشپړ کړي.

لوړو زده کړو وزیرې پدې برخه کې وویل، د ماسټرۍ اودوکتورا بورسونه د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو لپاره په پام کې نیول شوي دي. د بورسونو د نوماندانو د استولو په اړه دواړو لوریو هوکړه وکړه چې هر کال به شپږسوه تنه پاکستان ته د لوړو زده کړو لپاره واستوي.

د لوړو زده کړو وزارت استازو د کابل څلورګونو پوهنتونونو څخه  دلیدو راپور، پوهنوال دوکتور فریدې مومند ته وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې د دې څلورګونو پوهنتونونو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې به همکارۍ وکړي.  

له افغانستان سره داسلام آباد ده علمي اړیکې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال له پیل څخه شروع شوې دي. دا هېواد تمایل لري چې له افغانستان سره په بېلابېلو علمي او لوړو زده کړو په برخه کې همکاري وکړي.