دلوړو زده کړو وزارت
19 ثور 1396

لوړو زده کړو وزیرې د کابل طبي پوهنتون ۳۰۶ تنو فارغانو ته د فراغت اسناد ورکړل

هغه غونډه چې په دې اړه کابل طبي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند، فارغانو او د هغوي کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، په ټولنه کې د طبي اخلاقو پر رعایت کولو ټینګار وکړ او یاد فارغان یې د علم په ډګر کې مخکې تګ ته وهڅول.

نوموړې فارغانو ته په خطاب کې وویل؛  نن ورځ تاسو د یوې ټاکلې تحصیلې دورې اسناد تر لاسه کړل او د مخکې تګ لپاره د لوړو زده کړو دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي، تاسو باید خپلې زده کړې تخصصي او د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه خپل ظرفیتونه لوړ کړئ.

لوړو زده کړو وزیرې د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل چې د تدریس پر مهال د نویو علمي او څیړنیزو کتابونه څخه ګټه پورته کړي څو یوه ورځ د هېواد تحصیلي بنسټونه د علم او پوهې د تولید پر مرکزونو بدل شي.

وروسته د کابل طبي پوهنتون رئیس پوهاند شیرین آقا ظریف په خپلو خبرو کې د تحصیلي بنسټونو فارغان د ټولنې ځواکمن قشر وباله وویل د ځوانانو ونډه په ټولنه کې زیاته ده او خلک لوستو ځوانانو څخه د هېواد د پرمختګ او ابادۍ هیلې لري.

نوموړي کابل طبي پوهنتون سره د لوړو زده کړو وزارت او نړیوالو سازمانونو له همکاریو څخه مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده چې دغه پوهنتون به د تیر په پرتله زیات خدمتونه خپلې ټولنې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال دوکتور احمد جان نعیم د طبي برخې فارغانو ته د کاري زمینو برابرو په اړه خبرې وکړې او وویل چې عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د نویو مرکزونو په رامنځ ته کولو سره ځوانو ډاکټرانو ته اړتیا لري.

غونډه د لوړو زده کړو وزیرې او کابل طبي پوهنتون رئیس له خوا ممتازو فارغانو ته د ستاینلیکونو او فراغت اسنادو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې په یادو ۳۰۶ تنو فارغانو کې ۸۷ تنه د ستوماتولوژي پوهنځي، ۸۵ تنه د نرسنګ، ۶۲ تنه طبي روغتیايي متمم او ۷۲ تنه د عامې روغتیا پوهنځي څخه وو چې د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل.