دلوړو زده کړو وزارت
19 ثور 1396

د برېښنا انرژي ملي کنفرانس او د پایدارې انرژۍ اوونۍ د پرانستې مراسم نن د افغانستان د جمهوري راست اجرائیه رئیس ډاکتر عبد الله عبد الله، د لوړو زده کړو او اوبو انرژۍ وزیرانو په ګډون په پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ شو

پدې کنفرانس کې د ژوند چاپېریال څخه د ساتنې ادارې رئیس شهزاده مصطفی ظاهر، د افغانستان برېښنا عمومي شرکت رئیس قدرت الله دلاوري، د ښار جوړونې وزارت مرستیال، د ملي شورا یو شمېر وکیلانو او د پولي تخنیک پوهنتون استادانو او محصلانو ګډون کړی وو. په پیل کې د پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، په هېواد کې د داسې کنفرانس جوړېدل د پایدارې انرژۍ په تامین کې اغېزمن وباله او هغه یې د هېواد د پرمختګ لپاره اړین ګام وګڼل.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله پایداره انرژۍ د ټولنې د سوکالۍ لپاره د معیار په توګه یاده کړه وویل، هر ګام چې د انرژۍ د تامین په موخه پورته شي اقتصادي څرخ چټک کولی شي، ملي پیاوړتیا لوړولی شي او همدارنګه په ملي او نړیواله  کچه د همکارۍ زمینه پراخوي او د اغېزناکې ګټې اخېستنې لارې چارې اسانوي.

نوموړي وویل، نړۍ له انرژۍ پرته تیاره ده او انرژۍ له امنیت وروسته د ملي جز په توګه پېژندل شوې ده.

د هېواد اجرائیه رئیس د اوبو او انرژۍ وزارت  د لاسته راوړنو له امله مننه وکړه وویل، له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې  نه یوازې دا چې زموږ اړتیاوې پوره کوي بلکه بهرته د انرژۍ د صادرېدو شونتیاوې هم برابرېږي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال فریدې مومند د هېواد په پرمختګ کې د انرژۍ د ارزښت په تړاو خبرې وکړې وویل، د لوړو زده کړو وزارت به په ټول توان سره د مسلکي کادرونو په روزنه او د پایدارې انرژۍ په تخصص، علمي څېړنو، د تجربو په تبادله، طرح، پالیسۍ او نورو برخو کې له اړوندو ارګانونو سره د همکارۍ په برخو کې چمتو دی او پدې برخو کې یې کارونه هم تر سره کړي دي.

نوموړې پدې برخه کې د پولي تخنیک پوهنتون په چوکاټ کې د دوو څانګو د رامنځته کېدو( قابل تجدید انرژۍ او په ودانیو کې د انرژۍ د اغېزمنتیا) یادونه وکړه چې ښایې په راتلونکې کې جوړې شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر دیپلوم علي احمد عثماني د پایدارې انرژۍ کنفرانس جوړېدل په هېواد کې د انرژۍ د تامین په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله  او پدې لاره کې یې د شته ستونزو، اوبیزې انرژۍ، باد او لمریزې انرژۍ په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په هېواد کې د ننه د انرژۍ د تامین او له بهر څخه د انرژۍ د واردېدو په برخه کې داوبو او انرژۍ وزارت په لید لوري ټینګار وکړ. 

د ژوند چاپېریال څخه د ساتنې ادارې رئیس شهزاده مصطفی ظاهر، د افغانستان برېښنا عموي رئیس قدرت الله د لاوري او د ښارجوړوني وزارت مرستیال له نورو ویناوالو څخه وو چې د افغانستان لپاره یې د پایدارې انرژۍ د اړتیا او پدې برخه کې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

د غوندې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت، اوبو او انرژۍ، ښارجوړونې، او له چاپېریال څخه د ساتنې ملي ادارې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او همدارنګه لوړو زده کړو وزارت، د چاپېریال څخه د ساتنې ملي ادارې رئیس، د ښار جوړونې مرستیال اود پولي تخنیک پوهنتون رئیس ته ستاینلیکونه ورکړل شول او د پایدارې انرژۍ د نندارتون په لیدو سره پای ته ورسېدل.

ښایي د کنفرانس په دوو ورځو کې د پایدارې انرژۍ پر وړاندې د پرتو خنډونو او حل چارو په اړه بحث وشي او په هېواد کې د پایدارې انرژۍ د تامین لپاره مناسبې لارې چارې ولټول شي.