دلوړو زده کړو وزارت
17 ثور 1396

لوړو زده کړو وزیره د کارګرانو او کارکونکو ملي اتحادیې لخوا وستایل شوه

لوړو زده کړو وزیره پوهنوال دوکتور فریده مومند په هغې رسمي غونډه کې چې د دې وزارت مرستیالانو او رئیسانو هم شتون درلود د افغانستان د کارګرانو او کارکونکو ملي ټولنې لخوا وستایل شوه او ستاینلیک ورکړل شوو.

د اتحادیې مرستیال شهباز یادګاري لوړو زده کړو له وزیرې څخه د مننې تر څنګ د وزارت په چارو کې د هغې د ښو فعالیتونو ستاینه وکړه وویل، لوړو زده کړو وزارت یوازینۍ اداره ده چې د کارکونکو او کارګرانو په اړه یې هېڅ ډول شکایت نه دی اورېدل شوی، بلکه د خلکو لپاره یې بې درېغه ملي خدمت کړی دی. نوموړي وویل، زموږ د ادارې  لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې د داسې ملي شخصیت په ستاینه کې را ټول شوي یو.

لوړو زده کړو وزیرې د افغانستان د کارګرانو او کارکونکو ملي اتحادیې د ښه نیت څخه مننه وکړه وویل، موږ توانېدلي یو چې د کانکور ازموینې په روڼتیا کې پراخ  اصلاحات، د پوهنتونونو درسي اصلاحات، د بودیجې معقول لګښت( له اویا سلنې څخه ډېر) د محصلانو د سمستروارو ازموینو د سیستم را منځته کېدل، پر خپل وخت د محصلانو د ډیپلومونو د وېش سیستم جوړېدل، له فساد سره مبارزه، د ولایتونو د پوهنتونونو لپاره د وړ کسانو ګمارنه، په پوهنتونونو او وزارت کې  د جندر په پام کې نیولو سره د استخدام انډول، د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د اسنادو او فعالیتونو څېړنه او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو لغوه کول چې د دې وزارت  تحصیلي میعارونه یې نه وو بشپړ کړي، دا ټولې چارې د خلګو او د دې وزارت د رهبري پلاوې په همکارۍ سره تر سره شوي دي او هیله مند یو چې د افغانستان د شریف ولس په همکارۍ سره د افغانستان په تحصیلي نظام کې لا د اصلاحاتو زمینه چمتو شي.

د یادونې وړه ده چې د افغانستان د  کارګرانو او کارکونکو ملي اداره په ۱۳۴۳ کال کې د یو کارګر، ټولنیز تشکیل او د قانوني ګټو مدافع بنسټ په توګه را منځته شوه او په دولتي او غیر دولتي موسسو کې په کار بوخته ده. تېر کال د دې ادارې سیمه ییز دفتر په لوړو زده کړو وزارت کې رامنځته او خپل کارونه یې پیل کړل.