دلوړو زده کړو وزارت
30 حمل 1396

په دولتي پوهنتونونو کې دماسټرۍ پروګرام د پوهنې وزارت د علمي او تخصصي ظرفیت لوړونې په خاطر د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د هوکړه لیک په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت وزیرې پوهنوال فریدې مومند وویل، له نېکه مرغه نن ورځ موږ د یوه داسې هوکړه لیک لاسلیک شاهدان یو چې پر بنسټ به یې په  دواړو وزارتونو کې د علمي او تخصصي ظرفیت لوړونې په خاطر همکارۍ کوو.

پوهنوال فریدې مومند د دواړو وزارتونو تر منځ همکارۍ ډېره اړینه وبلله او هغه یې د هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو د کیفي سطحې په لوړولو کې ډېره اغېزناکه وګنله.

وروسته د پوهنې وزارت وزیر داکتر اسد الله حنیف بلخې د متخصص او مسلکي کادرونو د اړتیاوو یادونه وکړه وویل، دا هوکړه لیک د شپږو میاشتو لپاره دی چې پر بنسټ به یې پنځه سوه تنه د پوهنې وزارت کارکونکې، د اړتیا وړ ماسټرۍ رشتو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته ور وپېژندل شي.

نوموړي دا هوکړه لیک د پوهنې وزارت کارکونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، درسي نصاب، علمي څېړنو او درسي میتود کې اغېزمن وبلل.

په پای کې یاد اوه ماده ییز هوکړه لیک د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ترمنځ لاسلیک شو