دلوړو زده کړو وزارت
30 حمل 1396

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال بادغېس ته په سفر کې د بادغېس حوزې د کانکور ازموینې څخه د لیدنې تر څنګ، د هغه ولایت د لوړو زده کړو موسیسې د درېیو ودانیو جوړول وڅېړل

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتوراحمد سیر مهجور په دې سفر کې  د یوه پلاوي په مشري  چې په تشکیل کې یې د ښارجوړونې وزارت استازې ، د سیمه ییزو ارګانونو اداره او د افغانستان د اراضي ادارې چې د بادغېس د لوړو زده کړو موسیسې د تدریسي او اداري  بېخ بناګانو د جوړولو لپاره یې هغه ولایت ته سفر کړی وو، لومړی یې د بادغېس له والي سره په کتنه کې د بادغېس ولایت د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې خبرې وکړې.

بالمقابل د بادغېس والي په هغه ولایت کې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلو برنامو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو وزارت سره یې پدې برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

همدارنګه دوکتور مهجور د هغه ولایت د کانکور ازموینې څخه لیدنه وکړه د ازموینې ګډونکونکو ته یې ډاډ ورکړ چې د ازموینې په پروسه کې په بشپړه توګه روڼتیا را منځته شوې ده او پدې برخه کې لازم تدابیر په پام کې دي. نوموړي همدارنګه د هغو استادانو څخه مننه وکړه چې د کانکور ازموینې په روڼتیا کې یې هڅې کړې دي.

نوموړي د بادغېس ولایت د لوړو زده کړو موسیسې له رهبري پلاوي، استادانو او یو شمېر محصلانو سره وکتل د کاري راپور تر څنګ یې په هغې موسسه کې د تحصیل د کیفیت پر لوړوالې ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو مرستیال پداسې حال کې چې د بادغیس ولایت والي او د پلاوې غړي هم ورسه مل وو د یاد پوهنتون د ودانیو دجوړېدو له سیمې یې لیدنه وکړه او هغه یې د موقیعت، ودانیزې انجینرۍ او نورو امکاناتو له مخې وڅېړله.

ټاکل شوې ده چې دا څېړنه د شنبې پر ورځ د پلاوې په غوڼده کې بشپړه شي او پدې برخه کې لازم نصمیم ونیول شي.

د یادونې وړه چې د لیلې او اداري ودانۍ د جوړښت لګښت د نړیوال بانک اود تدریسي وداني لګښت د هندوستان هېواد لخوا تمويلېږي.