دلوړو زده کړو وزارت
27 حمل 1396

د لومړي ځل لپاره د هرات شپاړلس ګونو پوهنځیو څخه ۲۸۷۳ تنه فارغانو د لوړو زده کړو وزارت لوړپوړو چارواکو او سمه ییزو مسولانو په ګډون د شانداره مراسمو په ترڅ کې خپل د فراغت اسناد تر لاسه کړل.

پدې مراسمو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار داکتر همایون قیومي، د لوړو زده کړو وزارت وزیرې دوکتور فریده مومند، د هغه وزارت علمي چارو مرستیال، د کابل پوهنتون رئیس پوهنیار حمید الله فاروقي، د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب سلاکار دوکتور ځواکمن، د کندهار پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر طوطا خېل، د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور عبد الله فایز، د شپاړسو ګونو پوهنځیو رېیسانو، د دولتي ادارو رئیسانو، د موسیسو او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د هرات پوهنتون فارغانو ګډون درلود.

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د لوړو زده کړو وزارت د کړنو  لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې وویل، هغه محصلان چې څلور کلنه تحصیلي دوره پای ته رسوي د یپلوم اخېستل یې حق دی. د لوړو زده کړو وزارت دا زمینه ټولو فارغانو ته چمتو کړې ده نوموړې زیاته کړه دا پروسه د پولې تخنیک پوهنتون څخه پیل شوې ده او ټاکل شوې ده چې د هېواد ټولو پوهنتونونو ته یې د اجرا لړۍ وغځېږي. د لوړو زده کړو وزیرې د هرات پوهنتون څخه مننه وکړه او له نورو پوهنتونونو څخه یې وغوښتل تر څو د فارغانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې ګټور ګامونه پورته کړي.

همدارنګه د جمهوري ریست ستر سلاکار دوکتور دوکتور محمد همایون قیومي هم دا کار هېواد لوړو زده کړو په برخه کې یو نېک ګام وبلل هیله یې څرګنده کړه تر څو په راتلونکې کې پدې برخه کې د لا پرمختګونو شاهدان واوسو.

وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور عبد الله فایز د هرات پوهنتون د وروستیو فعالیتونو، لاسته راوړنو په اړه برخوالو ته معلومات ورکړل او د پوهنتونو د پرمختیا او میعاري کېدو په تړاو یې خپلې برنامې وړاندې کړې.

په پای کې د فارغانو دیپلومونه د مېلمنو لخوا ووېشل شول.