دلوړو زده کړو وزارت
27 حمل 1396

لوړو زده کړو وزیرې د پوهاند حمید الله امین د پنځوسو کلونو تحصیلي فعالیتونه وستایل.

لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د یوې غونډ په ترڅ کې د کابل پوهنتون پخواني رئیس پوهاند حمید الله امین تدریسي، څیړنیز او اکاډمیک فعالیتونه وستایل او نوموړي ته یې ستاینلیک ورکړ.

په دغه غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس او د ولسمشر سلاکار استاد حمیدالله فاروقي، لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال انجنیر عبدالتواب بالاکرزي، لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو، مرکزي ادارو رئیسانو او د مرکزي پوهنتونونو یو شمېر استادانو ګډون کړی و.

په غونډه کې لومړی د پوهاند حمیدالله امین ژوند لیک د لوړو زده کړو وزارت نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس دوکتور صفي الله جلالزي له خوا ولوستل شو.

وروسته لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند په خپلو خبرو کې د پوهاند حمیدالله امین د شخصیت بېلابېلو اړخونو، علمي او اکاډمیکو هڅو په اړه معلومات ورکړل او نوموړی یې د هېواد د اکاډمیکې ټولنې یوه لویه سرمایه وبلله.

لوړو زده کړو وزیرې مومند پوهاند امین یو متواضع، صادق او په خپلو چارو کې یو هڅوونکی شخص په ګوته کړ او زیاته یې کړه پوهاند حمیدالله امین نیمه پیړۍ د هېواد د لوړو زده کړو لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمتونه ترسره کړي دي.

پوهنوال مومند وویل، د مکافاتو او مجازاتو اصل باید په اداره کې شتون ولري او دغه اصل کولی شي د کارکوونکو تر منځ د سالم رقابت فضا رامنځ ته کړي. نوموړې زیاته کړه موږ باید د خپلو علمي شخصیتونو ستاینې فرهنګ په ټولنه کې بنسټیز کړو او د هغوي د ژوندانه پر مهال باید د هغوی هڅې وستایل شي.

لوړو زده کړو وزیرې پوهاند حمیدالله امین ته د ستاینلیک او ډالۍ د ورکولو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د غونډو یو تالار هم د پوهاند حمیدالله امین په نامه کړ.

وروسته پوهاند حمیدالله امین په خپلو خبرو کې په بېلابېلو شرایطو کې د خپلو علمي او اکاډمیکو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو وزارت له دغه اقدام څخه یې مننه وکړه.

پوهاند امین د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د لوړو زده کړو اوسنۍ وزیره پوهنوال دوکتور فریده مومند د هېواد یو بریالۍ وزیره وبلله او زیاته یې کړه؛ پوهنوال مومند یوه له هغو وزیرانو څخه ده چې په خپله کاري دوره کې یې د لوړو زده کړو لپاره ارزښتمن کارونه ترسره کړي دي.

نوموړي وویل دوکتور مومند د کانکور آزموینې سیستم د اصلاح په ګډون، د هېواد لوړو زده کړو لپاره ګڼ شمېر بنسټیز کارونه ترسره کړل چې مخکینې وزیران یې له عهدې څخه نه وو وتلي.

پوهاند حمیدالله امین ژمنه وکړه چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د افغانستان د لوړو زده کړو لپاره د توان تر حده خدمت ترسره کړي.

غونډه په هېواد کې د سولې، امن او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسیده