دلوړو زده کړو وزارت
28 کب 1395

د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ممتاز فارغان وستایل شول او د یوې غونډې په ترڅ کې ورته ډیپلومونه ورکړل شول.

هغه غونډه چې په دې اړه کابل پوهنتون ادیتوریم کې جوړه شوې وه، په پیل کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال قانون پوه سرور دانش پیام، د جمهوري ریاست دویم معاونیت فرهنګي مشاور له خوا ولوستل شو چې په کې د علم او پوهې ارزښت ته اشاره شوې وه او په کې ویل شوي وو: زموږ هېواد تر هر څه د مخه روښانفکرۍ ته اړتیا لري او د پوهې څراغونه به د اکاډمیکو مرکزونو او انګیزه لرونکو ځوانانو له خوا روښانه وي او د هېوادوالو سترګي به د همدغو پوهو ځوانانو په لورې وي. ورپسې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند فارغانو او د هغوي کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې د هېواد یو ستر علمي بنسټ څخه د نخبه ځوانانو د فراغت په موخه سره راټولیږو. نوموړې یاد فارغان د نورو زده کړو لپاره وهڅول او له هغوي یې وغوښتل چې د علم او پوهې په لاره کې تر لوړو مدارجو ځانونه ورسوي. پوهنوال مومند په وروستیو دوو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه: په کانکور آزموینه کې روڼتیا او د وخت بدلون، په تحصیلي بنسټونو کې د جنسي ځورونې او آزار د مخنیوي پالیسۍ تطبیق، د جندر منل او د خویندو د حقوقو تامین، په تحصیلي بنسټونو او تحصیلي بورسونو کې د نجونو د جذب کچې لوړول، نویو او باکیفیته ډیپلومونو چاپ، اداري فساد سره مبارزه، تحصیلي نظام اصلاح، د زده کړو او تدریس د کیفیت لوړول، کریکولمونو ته بیا کتنه، د علمي څیړنو وده، داخل او بهرنیو پوهنتونونو سره د پوهنتونونو توامیت او نورې هغه لاسته راوړنې دي چې په تیره لنډه موده کې مو ترلاسه کړي دي. ورپسې د جمهوري ریاست سلاکار او د کابل پوهنتون رئیس استاد حمیدالله فاروقي خبرې وکړې وویل د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي د معقول سیاست او د درنو استادانو د هڅو په صورت کې به، تل ځانګړی ځای لري او لوی او تاریخي لاسته راوړنې به ولري. د نوموړي په وینا په ۱۳۹۵ کال کې د کابل پوهنتون د ۲۱ پوهنځیو څخه د شپې او ورځې په برخه کې ۴۴ زره ۳۴۳ تنه فارغ شوي دي. یاده غونډه د نمایشاتو، شعرونو په ویلو او د لوړو زده کړو وزیرې له خوا فارغانو ته د ډیپلومونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.