دلوړو زده کړو وزارت
28 کب 1395

د کابل حوزې د کانکور ازموینې درېیم پړاو د کابل په څلورو مرکزي پوهنتونونو کې تر سره شوو

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال احمد سیر مهجور په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون رهبري پلاوی او د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو عمومي رئیس هم حضور درلود، د کانکور پروسې څخه د روڼتیا او جدیت څخه د اطمینان تر څنګ وویل، پدې پړاو کې ۱۲۷۰۷ تنو د ۶۸۱۰ تنو نجونو په ګډون برخه اخېستې وه. همدارنګه د جمهوري ریاست سلاکار او د کابل پوهنتون رئیس استاد حمید الله فاروقي وویل، سږ کال د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر بنسټ هېڅ ډول تبدیلي له یوه بنسټ څخه بل بنسټه ته، څانګې او ولایت ته شتون نه لري. نو ځکه کانکور نوماندان باید په بشپړې ځیرتیا سره د اوسېدو شونتیاوو ته په پام سره د ولایت او رشتې په ټاکنه کې کار واخلي. د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینو عمومي رئیس پوهنیار احمد جاوید رسولي د رشتې کود، بایو متریک مالوماتو او د کانکور پروسې نورو موضوعاتو په تړاو نوماندانو ته مالومات ورکړل وویل، ټول نوماندان د رشتې کود پربنسټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په واک کې ورکړل شوې دي د خپلې خوښې وړ رشته دې په سمه توګه وتاکي تر څو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي. نوموړي زیاته کړه، یو شمېر کورسونو د تېرو کلونو رشته کود نوماندانو ته ورکړی چې د دې وزارت پر وړاندې د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي. د نوموړي په وینا د کابل حوزې د کانکور څلورم پړاو به سبا جمعه د کب د میاشتې په ۲۷ واخېستل شي. د یادونې وړه ده چې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې سره سم، علمي مرستیالان او د دې وزارت محصلانو چارو ریاست په کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، پولي تخنیک او د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د کانکور ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه. ټاکل شوې ده دا ازموینې د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ تر میاشتې پورې دوام وکړي او د زمري په لومړیو کې یې پایلې اعلان شي او د نویو شاملېدونکو درسونه د زمري په ۱۵ پیل شي.