دلوړو زده کړو وزارت
24 کب 1395

د اجرایه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق وایې ښځې او نارینه کولی شي د پوهې د کچې په لوړولو سره د افغانستان وضعیت ته بدلون ورکړي.

نوموړي دا مطلب د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو د نوي مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور د معرفۍ په غونډه کې بیان کړ. محقق وویل: افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله ډیر زیانمن شوی او د قدرت سرچینې یې یا له منځه تللي او یا تر وروستۍ کچې کمزورې شوې چې د دغې کمزورتیا جبرانیدل، د پوهې د پیاوړتیا څخه پرته ناشوني دي. هغه زیاته کړه علم او پوهه کولی شي موږ ته توان راپه برخه کړي څو د خپلې ټولنې ستونزې درک او د حل لپاره یې ګامونه پورته کړو. د اجرایه ریاست مرستیال وویل په تیرو شپاړسو کلونو کې د هېواد د پیاوړي کولو لپاره د پام وړ کارونه ترسره شوي خو اوس هم یو شمېر ننګونې شتون لري. نوموړي وویل له هر ډول تبعیض څخه پرته باید یو بل ته لاسونه ورکړو او د خپل هېواد سرچینې پیاوړې کړو. په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د مالي او اداري چارو نوي مرستیال ته د مبارکۍ تر څنګ په تیرو دوو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې د ارزښت وړ وبللې. لوړو زده کړو وزیرې وویل ورځ تر بلې هېوادوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او د اصلاحاتو بنسټیز کولو په برخه کې په بریالیتوب سره پر مخ روان یو. مومند زیاته کړه مخکې د دې له راتګ څخه، خلکو د کانکور آزموینو پروسې اصلاح ناشونې ګڼله، خو له نیکه مرغه د دغه وزارت ژمن کاري ټیم د هڅو له امله یاده پروسه شفافه او د ټولو هېوادوالو د خوښۍ وړ وګرځیده. لوړو زده کړو وزیرې دوکتور فریدې مومند د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه د ښاغلي دوکتور احمد سیر مهجور ټاکنه پر ځای اقدام وباله او نوموړي ته یې په خپلو چارو کې د بریا او د افغانستان خلکو ته د ښه خدمت کولو هیله وکړه. په پای کې دوکتور احمد سیر مهجور د افغانستان د ملي یوالي حکومت څخه پر ده باندې د باور له امله مننه وکړه او د وروستیو دوو کلونو په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو په برخه کې رامنځ ته شویو پرمختګونو ته په اشارې سره ژمنه وکړه، چې د اصلاحاتو رامنځ ته کولو لپاره به هر ډول هڅې ترسره کړي