دلوړو زده کړو وزارت
21 کب 1395

د لوړو زده کړو خصوصي موسساتو فارغانو ته د ډیپلومونو د ویش لړۍ نن د لوړو زده کړو وزیرې له خوا پیل شوه.

په هغه غونډه کې چې په دې اړه لوړو زده کړو وزارت کې د دغه وزارت رهبري پلاوي، خصوصي پوهنتونونو د اتحادیي مسؤلینو او ګڼ شمېر خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استادانو په ګډون جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند وویل: "د لوړو زده کړو خصوصي موسساتو فارغانو ته د ډیپلومونو د ویش په اقدام سره غواړو وښایو چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د فارغانو تر منځ هیڅ ډول توپير شتون نلري او د یادو موسساتو د اسنادو څخه په ګټه اخیستنه کې هر ډول شک او تردید له منځه لاړ شي " پوهنوال مومند زیاته کړه: لوړو زده کړو وزارت په جدي څارنې سره د خصوصي موسساتو ټولو فارغانو ته د ډیپلومونو د ویش اسانتیاوې برابروي. نوموړې د فارغانو د حقوقي اسنادو، شمولیت اساس، نتایجو سمستروار جدول، فراغت کتاب او ډیټابیس ته په اشارې سره وویل، د ډیپلومونو د ویش لپاره یې میکانیزم جوړ کړی چې په کې د هر ډول خیالي محصلانو او فارغانو له حضور څخه مخنیوي کیږي. لوړو زده کړو وزیرې زیاته کړه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د وضعیت ښه والي لپاره د معیارونو په نظر کې نیولو سره د دایمي علمي کادرونو جذب دی او ورته باید لومړیتوب ورکړل شي. نوموړې همدارنګه وویل هغه بنسټونه چې پرته له جواز څخه فعالیت پیل کړي او یا هغه بنسټونه چې د لوړو زده کړو له مقرراتو او طرزالعملونو په نظر کې نیولو پرته د ماسټرۍ پروګرامونو د پیل لپاره اقدام وکړي، په وړاندې به یې په جدي ډول اقدام وکړي. همدارنګه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د اتحادیې رئیس شفیع الله نعیمي د لوړو زده کړو بنسټونو فارغانو ته د ډیپلومونو ویش ارزښتمن ګام وباله او دا یې د لوړو زده کړو وزارت په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله. په غونډه کې همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رئیس پوهندوي محمد امیر کاموال وویل؛ که څه هم ډیپلومونه یو کال د مخه چاپ شوي وو خو د ویش لپاره یې لوړو زده کړو وزارت په یو ځانګړي طرزالعمل کار وکړ چې له مخې به یې ريښتینو فارغانو ته ډيپلومونه وویشل شي. د غونډې په پای کې د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر فارغانو ته د لوړو زده کړو وزیرې او اړوندو ادارو مسؤلینو له خوا ډیپلومونه ورکړل شول.