دلوړو زده کړو وزارت
19 کب 1395

په هېواد کې د ۱۳۹۵ پر ۱۳۹۶ کال کانکور عمومي آزموینو لومړی پړاو نن د کابل ولایت څخه پیل شو.

لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل: څرنګه چې پوهیږئ تیر کال کانکور آزموینه په ډیرې روڼتیا سره ترسره شوه ولې یو شمېر ستونزې په دغه آزموینه کې موجودې وې چې د تیر کال د تجربو پر بنسټ وتوانیدو سږ کال په دغه آزموینه کې د بایومتریک سیستم تطبیق کړو او جعل او درغلۍ کچه بیخي له منځه یوسو. نوموړې وویل په دغه آزموینه کې د وخت بدلون ډیر اغیزمن ثابت شو چې له امله یې د ښوونځیو درسي نصاب بشپړ شو او بل پلوه د هېواد د پوهنتونونو درسي سیستم د بهرنیو هېوادونو له سیستمونو سره یو شان شو. لوړو زده کړو وزیرې په تحصیلي بنسټونو کې د جذب په اړه وویل سږ کال د پوهاند غضنفر روغتیایي انسټیټوټ په ګډون به د هېواد په ټولو لوړو زده کړو دولتي بنسټونو کې ۶۲ زره ۵۶۲ تنه جذب شي او د نیمه لوړو زده کړو بنسټونو لپاره به د پوهنې وزارت له خوا داوطلبان جذب شي. پوهنوال مومند زیاته کړه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو له اتحادیې سره د هوکړې پر بنسټ به د آزموینو د پایلو له اعلان څخه وروسته، د کانکور آزموینو یو شمېر داوطلبان خصوصي تحصیلي بنسټونو ته په وړیا او بېلابېلو تخفیفونو سره وروپیژندل شي. لوړو زده کړو وزیرې د آزموینې څخه د لیدنې پر مهال له داوطلبانو وغوښتل چې په راتلونکو کلونو کې هیڅ ډول تبدیلي وجود نلري او خپل انتخابونه باید په دقیق ډول وکړي. د کانکور آزموینو د مسؤلینو په وینا سږ کال په کابل کې کانکور آزموینو لپاره ۴۳ زره تنو نوم لیکنه کړې وه چې په څلورو دورو کې به یې آزموینه واخیستل شي. د یادو آزموینو په لومړي پړاو کې د ۲۶۱۲ نجونو په ګډون ۸۷۶۳ تنو ګډون کړی و. د کانکور آزموینو عمومي رئیس جاوید رسولي د آزموینو د پروسې په اړه معلومات ورکړل وویل، تیرو کلونو کې د الکترونیکي درغلۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ وو خو د نويو اصلاحاتو له مخې توانیدلي یو چې د پوښتنو د ځانګړو کتابچو په چاپ سره د یادې درغلۍ مخه ونیسو. نوموړي زیاته کړه بله جدي ستونزه چې تیر کال ورسره مخ وو د آزموینې د اصلي داوطلبانو پر ځای د نورو اشخاصو ګډون و چې تیر کال مو څه باندې زر تنه په آزموینه کې په ګوته او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو معرفي کړل. رسولي وویل له نیکه مرغه سږ کال په کانکور آزموینو کې د بایومتریک سیستم په پلي کولو سره په بشپړه توګه دغه ستونزه له منځه تللې او هیڅ څوک نه شي کولی د بل چا پر ځای آزموینه ورکړي. د یادولو وړ ده چې د جوړ شوي تقسیم اوقات له مخې به د ټولو ولایتونو آزموینه؛ یو پر بل پسې واخیستل شي. باید وویل شي چې د سږ کال کانکور آزموینه به د ۱۳۹۶ کال چنګاښ میاشتې تر وروستیو پورې دوام وکړي او پایلې به یې د زمري میاشتې په لومړیو کې اعلان شي.