دلوړو زده کړو وزارت
22 جدی 1395

د اساسي قانون د تصویب دیارلسمه کلیزه په لوړو زده کړو وزارت کې ولمانځل شوه.

هغه غونډه چې په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، مرکزي ادارو رئیسانو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار د خپلواک کمیسیون مرستیال، مرکزي پوهنتونونو رئیسانو او استادانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټر فریدې مومند، د افغانستان د اساسي قانون د تصویب دیارلسمې کلیزې له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه؛ اساسي قانون د یوې ملي وثیقې په توګه د یو هېواد او دولت په جوړښت کې بنسټیزه ونډه لري. لوړو زده کړو وزیرې همدارنګه د دغه وزارت پر لاسته راوړنو په ځانګړې توګه په ۱۳۹۵ کال کې د ۷۳ سلنې پراختیایي بودجې مصرف، د لوړو زده کړو قانون نافذیدو، د لومړي ځل لپاره د کانکور آزموینو د ستونزو حل او نورو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه، د لوړو زده کړو په وزارت کې یې د قانون تطبیق او قانون محوري له خپلو ژمنو څخه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې په دې لاره کې جدي عمل کوي. وروسته د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون مرستیال پوهنمل لطف الرحمن سعید په افغانستان کې د اساسي قانون پر تاریخي بهیر خبرې وکړې او د افغانستان د اوسني اساسي قانون اصلي منبع یې قران او شریعت وباله. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال احمد طارق صدیقي د قانون د تطبیق او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل. همدارنګه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو رئیس پوهندوی محمد امیر کاموال په خصوصي موسساتو کې د قانون د تطبیق، ننګونو، څارنې او ارزونو په برخه کې معلومات ورکړل. غونډه د هېواد د ابادۍ په دعا سره پای ته ورسیده.