دلوړو زده کړو وزارت
20 جدی 1395

لوړو زده کړو وزیره د حق او آزادۍ بنسټ له خوا و ستایل شوه

د یوې ناستې په ترڅ کې چې د حق او آزادۍ مدني بنسټ غړو او لوړو زده کړو وزیرې ترمنځ ترسره شوه نوموړي بنسټ چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو محصلانو څخه تشکیل شوی، د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټره فریدې مومند کړنې او فعالیتونه په ځانګړې توګه د کانکور د شفافیت، فساد سره د مبارزې، د باکیفیته ډیپلومونو د چاپ او د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ځوانانو د ونډې په زیاتوالي کې د هغې هڅې وستایلې او نوموړې یې د هېواد لپاره یوه زړه سواندې او فعاله وزیره وبلله. وروپسې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټره فریدې مومند د یادو ځوانانو له نیکو احساساتو مننه وکړه وویل: د ځوانانو په ځواک باندې د باور له مخې مو د دغه وزارت په یو شمېر مهمو پستونو کې ځوانان په دندو ګمارلي او په بېلابېلو برخو لکه د کانکور آزموینو، مالي او اداري، تدارکاتو، پلان او پالیسي، لوړو زده کړو خصوصي موسساتو ریاستونو او نورو برخو کې یې لیدونکي یو. لوړو زده کړو وزیرې د وروستیو دوو کلونو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل د وړ او ژمنو ځوانانو په ګمارنې سره مو وکولی شول د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې په لومړي ځل په ۱۳۹۴ کال کې ۷۲ او په ۱۳۷۵ کال کې ۷۳ سلنه پراختیایي بودجه په معقول ډول مصرف کړو. نوموړې زیاته کړه: د استادانو د ظرفیتونو لوړولو او لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو څخه هم په ښه ډول نظارت ترسره شوی او یو شمېر تحصیلي بنسټونو څخه چې په بېلابېلو بهانو یې له ځوانانو ډیرې پیسې ترلاسه کولی، جدي څارنه وشوه او اصلاحات رامنځ ته شول. د ناستې په پای کې د یا بنسټ له خوا چمتو شوی ستاینلیک د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټره فریدې مومند ته ورکړل شو.