دلوړو زده کړو وزارت
20 جدی 1395

د هندوستان هېواد ادیتیا کالج غواړي د کابل پولي تخنیک پوهنتون سره همکاري وکړي.

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزیرې او ادیتیا کالج څخه راغلي پلاوي ترمنځ په لیدنه کې څرګند شو. په دغه ناسته کې په داسې حال کې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس هم حاضر و، لوړو زده کړو وزیرې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پر غوښتنو رڼا واچوله او د ادیتیا کالج د غړو د نیکو احساساتو څخه چې د پولي تخنیک پوهنتون د ودې لپاره یې لري؛ مننه وکړه. د ادیتیا کالج پلاوي ژمنه وکړه چې وړاندې شویو غوښتنو په رڼا کې به د کابل پولي تخنیک پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي. د یادونې وړ ده چې د هندوستان هېواد ادیتیا کالج غړو د لوړو زده کړو وزیرې سره د لیدنې مخکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې وه.