دلوړو زده کړو وزارت
21 جدی 1395

د لوړو زده کړو وزارت مخکیني علمي مرستیال پوهاند محمد عثمان بابري د ستاینې او مخه ښې په اړوند، لوړو زده کړو وزارت کې غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، مرکزي پوهنتونونو رئیسانو او د لوړو زده کړو وزارت ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و، لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټر فریدې مومند، پوهاند عثمان بابري په خپلو چارو کې پیاوړی، ژمن، لایق او باورمند شخص وباله او وویل پوهاند محمد عثمان بابري له یوې لسیزې زیات عمر په لوړو زده کړو وزارت کې د علمي مرستیال په توګه چې یو کلیدي پست دی، خدمت ترسره کړی او له هر ډول ستونزو څخه بریالی وتلی. لوړو زده کړو وزیرې وویل پوهاند بابري د خپلې شخصي غوښتنې له مخې چې غواړي د آلمان په هېواد کې دوکتورا زده کړې ترسره کړي، له یاد پست څخه استعفا ورکړې. نوموړې زیاته کړه پوهاند بابري به د هغې تجربې له مخې چې د لوړو زده کړو په چارو کې یې لري، په دغه وزارت کې د سلاکار په توګه پاتې شي او له تجربو څخه به یې اغیزمنه ګټه واخیستل شي. ورپسې پوهاند محمد عثمان بابري د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ څخه په مننې، د لوړو زده کړو وزارت په چارو کې د خپلې یوې لسیزې خدمت په اړه معلومات ورکړل وویل هغه ژمنې او مسؤلیتونه چې د خپلو خلکو پر وړاندې یې لري، په هر ډول شرایطو کې به د خپلو هېوادوالو لپاره خدمت ترسره کړي. وروسته د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بري صدیقي، د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو پخواني مرستیال پوهاند محمد عثمان بابري د شخصیت او کړنو په اړه خبرې وکړې وویل؛ په دولتي پستونو کې کار کول کوم امتیاز نه دی بلکې یو دروند مسؤلیت دی او له نیکه مرغه چې پوهاند بابري له دغه دروند مسؤلیت څخه په ډیرې امانت دارۍ او بریالي ډول راووت. همدارنګه د کابل پوهنتون پخواني رئیس او د لوړو زده کړو وزارت سلاکار پوهاند حمیدالله امین د لوړو زده کړو وزارت په لاسته راوړنو کې د پوهاند بابري ونډه اغیزمنه وبلله، زیاته یي کړه پوهاند بابري سره له ډیرو ستونزو یوه لسیزه د هېواد د لوړو زده کړو لپاره خدمت وکړ او په بریاليتوبه سره یې دغه مسؤلیت پر مخ یوړ. د غونډې په پای کې پوهاند محمد عثمان بابري ته د لوړو زده کړو وزیرې له خوا چمتو شوی ستاینلیک ورکړل شو.