دلوړو زده کړو وزارت
18 جدی 1395

د پوهاند محمد حسن کاکړ د مړینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

په ډېره خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون پخوانی استاد، علمی او اکادمیک شخصیت او همدارنګه مشهور تاریخ لیکونکی پوهاند محمد حسن کاکړ د ورپېښې ناروغۍ له امله د امریکا په متحده ایالاتو کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون استاد کاکړ د خپل عمر په اوږدوکې د اکادمیکو چارو په برخه کې ډېرې هڅې کړې وې چې څو با ارزښته اثار ترې په میراث پاتې دي. د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پلاوی د استاد کاکړ مړینه د هېواد په علمي ډګر کې یوه لویه ضایع ګڼي، له لوی رب څخه نوموړي ته فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې جميل صبر غوښته کوي.